د امریکا او ايران ترمنځ د تاؤ تريخوالي جوړېدو وروسته افغانستان او پاکستان ويلي چې خپله خاوره به د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
دواړو هېوادونو دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې امریکې په بغداد کې د ايران يو مهم جنرل قاسم سليماني وژلی او له هغې وروسته د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره خبرې کړې وې.
د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي، ولسمشر اشرف غني پرون مازیګر د ټلیفون د لارې "د ایران جمهور رئیس حسن روحاني سره خبرې وکړې او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي موافقتنامې په اساس د افغانستان خاوره هیڅ کله د بل هیواد پر خلاف نه استعمالېږي".
د ارګ د بيان ترمخه "اشرف غني د ایران جمهور رئیس او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې د مخه رامنځته شوې پېښې په اړه، خپل د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل".
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي خپله خاوره د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
يو شخصي ټيلي ويژن (ای ار وايي) سره په خبرو کې هغه وويل په سیمه کې د امن دپاره به خپل پوره رول لوبوي او د امن تالا ترغه کولو يو عمل برخه به نه جوړيږي.
ايران د خپل لوړپوړی قومندان او د القدس ځواک مشر قاسم سلیماني د وژلو په غبرګون کې ويلي ؤ بدل به يې اخلي.
خو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ بيا د ایران د دې خبرې په جواب کې چې وایي د خپل وژل شوي قومندان قاسم سلیماني بدل به واخلي، ګواښ کړی چې که ایران کوم امریکایي تن یا اثاثه په نخښه کړه نو امریکا به یې ۵۲ مهم ځایونه په نخښه کړي.
ټرمپ په ټويټر ويلي،
"۵۲ ایراني مقامات مو په هدف کړي (د ۵۲ هندسه له هغو امریکایي وګړو سره تړلې ده چې څو کاله مخکې ایران یرغمل کړي وو) چې ځینې د ایران او د ایران د کلچر لپاره ډېر د لوړې درجې حیثیت لري، هغه او پخپله ایران به ډېر په تېزۍ او شدت سره په نخښه کړو".