لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګروملتونو په نړۍ کې د شخړو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې


 د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرېس
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرېس

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریس نوی کال د جیوپولیټیکل فشارونو په اړه په خبرداري پیل کړی او ویلي یې دي چې دغه فشارونه په سلو کالو کې تر ټولو زیات دي او له نور هم د زیاتېدو خواته روان دي.

ګوتیرېس وویل:

(ان اټومي نه خپراوي هم چاته په وړیا توګه نه ورکول کېږي. په دې اړه ورځ تر بلې نور هېوادونه هم اندېښنه لري او داسې پرېکړې کوي چې اټکل یې نه کوي د داسې پیښو په وړاندې چې له نه آ‎ټکلېږي او د ګواښونو سمه ارزونه هم نه کېږي.)

که څه هم هغه نيغه په نیغه د واشنګټن او تهران ترمنځ حالات نه دي یاد کړي چې د امریکا د یو ډرون برید کې د ایراني پوځ یو چارواکی چې له عراق څخه یې لیدنه کوله ووژل شو.

داسې ښکاري چې د ګوتیریس اشاره په ښکاره همدې پېښې ته وه.

(زه وروستي زیاتېدونکي نړیوال فشارونه څارم او ورته ډېره اندېښنه لرم.)

هغه وړاندې وویل:

(زه په دوامداره توګه له نړیوالو مشرانو سره په اړیکه کې یم. زما پیغام ساده او روښانه دی. تاوتریخوالی ودروی. له زیات زغم څخه کار واخلی. خبرې بیا پیل کړئ. نړیوالې همکارۍ بیا تازه کړئ.)

د ملګروملتونو سرمنشي له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون له کلکو ملاتړو څخه دی او بیا یې له اړوندو غاړو څخه غوښتي چې ورته ژمن پاتې شي.

په ورته وخت کې په پاریس کې دملګروملتونو ساینسي او کلتوري تنظیم یا یونسکو کې د ایران استازي ددغې ادارې له مشر سره لیدلي او ورسره یې د ټرمپ لخوا د ګواښونو په اړه ورسره خبرې کړي دي.

ټرمپ ګواښ کړی وه چې کچېرې ایران د واشنګټن لخوا د جنرال قاسم سلیماني د وژنې غچ واخلي نو د امریکا پوځ به په ایران کې د کلتوري لرغونو ځایونو په ګډون په یو شمېر ځایونو باندې بریدونه وکړي.

د یونیسکو مشر ټینګار کړی چې داسې یو عمل به د نړیوالو قوانینو څخه یوه سرغړونه وي او همدارنګه د ملګروملتونو د امنیت د شورا د ۲۰۱۷ کال له هغې قانوني مسودې څخه هم سرغړونه وي په کومه کې چې د تاریخي میراثونو د ویجاړولو غندنه شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG