لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دقاسم سلیماني خاورو ته دسپارلو په مهال الغاؤ تلغاؤ کې ۳۵ کسان مړه شوي


په عراق کې امریکایي برید کې د وژل شوي ایراني پوځي مشر قاسم سلیماني خاورو ته دسپارلو په مهال په رامنځته شوي الغاؤ تلغاؤ کې لږ تر لږه ۳۵کسان وژل شوي اؤ ۴۸ نور ژوبل شوي دي.

دامریکایي خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس د راپور له مخې دغه الغاؤ تلغاؤ دجنرال قاسم سلیماني په پلرنۍ سیمه کرمان کې دجلوس په مهال رامنځته شوی.

دایران دولتي خبري شبکې پخپل راپور کې دالغاؤ تلغاؤ په مهال د مرګ ژوبلې خبره منلې خو خو واضحه کړې یې نه ده چې د مړو اؤ ژوبلو دا شمیره یې له کومې ترلاسه کړې؟

دایران د بیړنیو مرستو دخدماتو مشر پیر حسین کولیوند د ایران دولتي خبري شبکې ته ویلي چې دجنرال قاسم سلیماني خاورو ته دسپارلو په مهال الغاؤ تلغاؤ جوړ شوی چې پکې زمونږ ځېنې وطنوال مړه شوي اؤ ژوبل شوي دي.

ددې پېښې نه وړاندې کرمان سیمه کې دقاسم سلیماني خاورو ته دسپارلو دستوره کې برخه لرونکو لکونو کسانو ته خپله وینا کې د ایران د پاسداران انقلاب مشر حسین سلامي ویلي وؤ چې مونږ به د سلیماني یو سخت غچ اخلو.

په دغه مهال راټولو شوؤ خلکو د ایران بیرغونه هسک کړي وؤ اؤ د امریکا په ضد یې کللک شعارونه ورکول.

تیره ورځ تهران کې د جنرال قاسم سلیماني د جنازې مراسمو کې تر لسو لکو زیاتو کسانو برخه اخستې وه

دایران دقدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سلیماني په دریمه جنورۍ دعراق پلازمینه بغداد کې دهوایي ډګر سره نزدې په یو امریکایي راکټي برید کې وژل شوی ؤ.

دسلیماني له وژل کیدو وروسته دامریکې اؤ ایران اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ ایران اعلان کړی چې د خپل پوځي مشر د وژنې غچ به اخلي.

خو دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ هم په ډاګه کړې چې که ایران دانتقام اخستلو څه ګام واخستو نو امریکا دایران ۵۲ پوځي مقامات اؤ تنصیبات په نخښه کولی شي

XS
SM
MD
LG