لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بورېس جانس: د قاسم سلیماني په وژنه خواشینی نه دی


واشنګټن: که څه هم د امریکا اروپايي متحدینو ته د ایران په جګ پوړي پوځي جنرال باندې د برید خبر له مخکې څخه نه و ورکړل شوی خو د برتانیې لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، هېواد به یې د سلیماني په مرګ خواشینی نه وي.

څېړونکي وايي، برتانیه هم د امریکا په څېر د هغه له لاسه په عذاب کې وه.

د رایل یونایټېډ سرویس انسټیټیوټ څخه کرېن وان وايي:

"قاسم سلیماني د سلګونو امریکايي سرتیرو او د برتانویانو په ګډون د نورو غربي سرتیرو په وژنه کې ګرم کس و."

که له یوې خوا په ایران کې په لسګونو زرو کسانو ویر او ماتم کاوه خو له بلې خوا برتانیې، فرانسې او جرمني په یوې ګډې اعلامیې کې له ټولو غاړو څخه د صبر او زغم ساتلو غوښتنه کړې ده.

اروپايي ټولنې د تهران د بهرنیو چارو وزیر برسلز ته غوښتی تر څو فشارونه راکم شي.

د اروپايي ټولنې ویاند پیټر سټېنو وايي:

"ټول په دې پوهېږو چې خبرې اترې باید دوام ولري خو دا ایران پورې هم اړه لري چې مونږ پوه کړي چې دوی څه ډول مخکې تګ غواړي."

اروپا غواړي چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون خوندي شي که څه هم تهران اعلان وکړ چې دوی به اوس په خپل اټومي پروګرام باندې د هر ډول بندیزونو پروا و نه کړي.

ایران د پوځي غبرګون ښودلو ګواښ کړی او د امریکا متحدین وېره لري چې دوي هم ښايي په نخښه شي.

په ورته وخت کې ناټو په عراق کې خپل روزنیز ماموریت ځنډولی دی.

د ناټو سرمنشي د ګل یا دوشنبې په ورځ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې که امریکا له ایران سره جګړه وکړي نو ایا دوی به د امریکا ملاتړ وکړي او که نه؟

ینزسټالټنبرګ وویل:

"مونږ په دې وروستیو کې وینو چې د ایران لخوا په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی. د سعودي عربستان د تېلو په ځایونو باندې یې بریدونه وکړل او د امریکا یو ډرون یې وویشت. په ننۍ غونډه کې متحدینو د تاوتریخوالي د نه زیاتېدو غووښتنه وکړه. یوه نوې جګړه د هېچا په ګټه نه ده."

روسیې او چین دواړو د سلیماني وژنه غندلې ده او څېړونکي وايي، تهران به اوس له خپلو متحدینو څخه د زیات ملاتړ غوښتنه وکړي.

هولي ډګرېس وايي، له دغې لانجې مخکې چین، روسیې او ایران په فارس خلیج او د عمان په خلیج کې ګډ سمندري تمرینونه وکړل.

په منځني ختیځ کې د امریکا ضد لاریونونه په ایران، عراق، ترکیې، فلسطین، لیبنان او یو شمېر نورو سیمو کې خپاره شوي دي.

په پاکستان کې هم لاریونونه شوي دي.

خو د ایران د اوږدې مودې دوښمن اسرایل بیا د امریکا ددې ګام ستاینه کړې ده.

د امریکا په کانګرس کې ډیموکراټان له ایران سره د ټرمپ د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري او وايي چې د استازو جرګه به داسې یوه قانوني مسوده په روانه اونۍ کې پاس کړي چې له امله یې د ګانګرس له موافقې پرته په ایران باندې د پوځي برید مخه ونیسي.

له سېنېټ څخه چک شومر وايي:

"په داسې حالاتو کې دا کانګرس ته اړینه ده چې په ولسمشر باندې نظر وساتي او د جګړې او سولې په مسلو کې زمونږ قانوني حق وساتل شي."

خو په سېنېټ کې لوړ پوړی جمهوري غوښتونکی میچ مکانل په ډیموکراټانو باندې تور پورې کوي چې د هېواد پرځای د خپل ګوند پر ګټو باندې څرخي.

"ایا د حقیقت تر موندلو پورې مونږ انتظار نشو کولای؟ یا د پنځو دقیقو لپاره مونږ خپل ملي یوالی نشو ساتلی؟ یا مخکې له دې چې ګوندي جلاوالی څرګند کړو پنځه دقیقې صبر نه شو کولای؟"

ځینې څېړونکي د امریکا او ایران ترمنځ د ممکنه جګړې په اړه دومره اندېښنه نه لري.

له امرېکن انټرپرایز انسټیټیوټ څخه مایکل روبین وايي:

"په امریکا کې د جګړې لپاره کومه لیوالتیا نشته. په ورته وخت کې امریکا دا هم ویلي که دوی دغه برید نه وی کړی نو په امریکایانو به دغه ډول بریدونو دوام کړی وو."

اوس ټولې سترګې ایران ته دي چې ایا د نړیوالو لخوا د زغم غوښتلو وړاندیز به ومني او که له خپلې ژمنې سره سم به غچ او بدل واخلي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د نهې یا سې شنبې په ورځ د خپل جګ پوړي جنرال د وژل کېدو په اړه امریکا ته نوي ګواښونه کړي.

ظریف د تهران ډیالاګ فورم ته د خبرو پر وخت وویل، امریکا ته به څرګند او کلک ځواب ورکوي.

بل پلو خاورو ته د قاسم سلیماني د سپارلو په مهال په رامنځته شوې ګڼې ګوڼې او ټېل ما ټېل کې لږ تر لږه ۳۵کسان مړه شوي اؤ ۴۸ نور ژوبل شوي دي.

د امریکایي خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس د راپور له مخې دغه الغاؤ تلغاؤ د جنرال قاسم سلیماني په پلرنۍ سیمه کرمان کې د جلوس په مهال رامنځ ته شوی و.

XS
SM
MD
LG