لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکایي اډو دایران بریدونو اؤ سیوا شوي تاؤ تریخوالي ته دنړیوالې ټولنې غبرګون


دایران لخوا عراق کې دامریکا په پوځي اډو شوؤ بریدونو باندې نړیوالې ټولنې خپل غبرګون ښکاره کړی اؤ په دواړو هیوادونو یې غږ کړی چې د زغم څخه په کار اخستلو له جنګه ډډه وکړي.

ایران د قدس ځواکونو دمشر جنرال قاسم سلیماني په امریکایي ډرون برید کې د وژل کیدو په ځواب کې تیره شپه عراق کې په دوؤ امریکایي اډو پنځلس میزائیل توغولي اؤ دعوه یې کړې ده چې دې بریدونو کې ۸۰ امریکایان وژل شوي خو دایران ددې دعوې پخلی ازادو سرچینو نه دی کړی.

دامریکا ددفاع وزیر سره داشرف غني ټيلي‌ فوني اړیکه

دافغانستان ولسمشر اشرف غني تیر ماسخوتن دامریکا د ددفاع وزیر مارک اېسپر سره ټيلي فوني تماس نیولی اؤ د امریکا او ایران تر منځ د رامنځته شوې امنیتي ستونزې په اړه یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې اشرف غني دامریکا ددفاع وزیر سره خبرو کې ویلي چې اوس وخت را رسېدلی چې بیاد امریکا او ایران د تاوتریخوالي د له منځه وړلو پر لور ګام واخلي.

پاکستان وایي نه غواړي چې سیمه نوې جګړې سره مخ شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي، نن سهار چې په عراق کې په امریکايي پوځي اډو کوم بريدونه شوي د هغې جاج اخلي او پاکستان نه غواړي چې سيمه په نوې جګړه کې ښکېل شي.

هغه ويلي د بهرنيو چارو د وزیرانو سره په رابطه کې دی دوی غواړي چې په سیمه کې اړی ګړی سېوا نه شي ځکه چې دا سيمه د جنګ توان نه لري.

قرېشي ويلي پاکستان امن او د خبرو د لارې د مسلو هواری غواړي او بايد ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي د حالاتو په قابو کولو کې رول ادا کړي.

دنړۍ بیلا بیل هیوادونو نه څه نظر لري؟

دبرتانیې دبهرنیو چارو وزیر ډومینیک ریب خپل غبرګون کې خپل غبرګون کې دایران دا بریدونه په سختو ټکو غندلي اؤ ویلي یې دي هغه دعراق په پوځي اډو شوؤ میزائیلي بریدونو کې د وژنو په راپورونو سخت اندېښمن دی.

هغه ویلي “مونږ په ایران ټینګار کوؤ چې بیا داسې غیرمسولانه بریدونه ونه کړي اؤ ددې پځائ دې دتاؤ تریخوالي کمولو هڅه وکړي”

جرمني هم دایران لخوا شوي بریدونه غندلي اؤ ایران ته یې خبرداری ورکړی چې نور باید داسې هیڅ ګامونه وانه خلي.

دجرمني ددفاع وزیر اینګریت کریمپ کیرن بور پخپل یو بیان کې ویلي “مونږ دا تیری ردوؤ اؤ اوس ایران ته پکار دي چې د نورو پاروؤنکو ګامونو نه ډډه وکړي”

د روسیې دپارلیمان غړي ولادیمیر زیباروو ویلي دایران اؤ امریکا لخوا په یوبل بریدونو سره سیمه کې یوه نوې جګړه پیل کیدای شي اؤ که چرې امریکا محسوس کړه چې هغوئ خپل اهداف نه شي ترلاسه کولی نو بیا د اټومي جګړې دپیل کیدو ګواښ هم شته

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي د روسیې دپارلیمان دغه غړي دملګرو ملتونو دامنیت شورا څخه غوښتنه کړې ده چې باید د دواړو هیوادونو ترمنیځ تاؤ تریخوالي راټيټولو کې کومک وکړي.

چین هم دایران په بریدونو اندېښنه ښکاره کړې اؤ په دواړو هیوادونو یې غږ کړی چې د زغم لمنه ونیسي.

دچین دبهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې ویلي چې منځني ختیز کې تاؤ تریخوالی دهیچا په ګټه نه دی اؤ دواړه خواوې باید شخړه په خبرو هواره کړي.

چین زیاته کړې ده چې دایران اؤ امریکا په شخړه د ملګړو ملتونو دامنیت شورا د اړونده چاروکو سره په تماس کې دی اؤ دمنځني ختیز وضعیت ډیر زیات حساس اؤ کړکیچن دی.

دجاپان د کابېنې ویاند هم په سیوا شوي تاؤ تریخوالي اندېښنه ښکاره کړې اؤ اړونده هیوادونو څخه یې پخپل بیان کې غوښتنه کړې ده چې دیران اؤ امریکا ترمنځ داړیکو په ښه کولو کې خپل رول ولوبوي.

دنیوزي لینډ سرپرست وزیراعظم ونسټن پيټرز هم منځني ختیز کې سیوا شوی تاؤ تریخوالی داندېښنې وړ بللی اؤ ټینګار یې کړی چې باید دا شخړه د سفارتي لارې هواره کړل ش

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG