لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خامنه یي: امریکې ته مو بېګا شپه پر مخ څپېړه ورکړه خو دا لا کافي نه ده


واشنګټن ــــ د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي په عراق کې د ایران له خوا پر دوو امریکایي پوځي اډو تر بریدونو وروسته ویلي، امریکې ته یې پر مخ څپېړه ورکړه خو وایي دغه پوځي اقدام لا کافي نه دی.

ایران بېګا شپه په عراق کې دوو امریکایي پوځي اډو ته شاوخوا دوه درځنه بېلسټیک توغندي ور وتوغول، چې پکې یې د یوه ایراني ټیلیویژن د خبر له مخې د شاوخوا ۸۰ تنو امریکایي پوځیانو د وژلو دعوه کړې خو امریکې تر اوسه دا دعوې نه دي تایید کړې.

آیت الله علي خامنه یي نن د شورو- چارشنبې په ورځ‌ په تهران کې یوې غونډې ته په وینا کې تور پورې کړی چې [په سیمه کې] د جګړې، سره وېشلو او ورانۍ سبب امریکا ده:

"هغوی [امریکایانو] ته مو بېګا شپه پر مخ څپېړه ورکړه، کله چې سره مخامخ شو نو بیا دا ډول پوځي اقدامات کافي نه دي، باید په سیمه کې د امریکې فسادي موجودګي پای ته ورسېږي".

امریکې د تېرې جمعې په ورځ د بغداد پر نړیوال هوایي ډګر ستر ایراني قومندان قاسم سلیماني له اتو نورو کسانو سره په ډرون برید کې و واژه او ولسمشر ټرمپ هغه نړیوال ترهګر وباله، خو آیت الله خامنه یي قاسم سلیماني ستایلی او هغه یې د ایراني ستر او زړور جنګیالی بللی.

د فارس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم پر امریکایي اډو تر بریدونو وروسته نن ولس ته په وینا کې ویلي، امریکا به "د سلیماني وزر غوڅ کړي وي"، خو وایي ایران به یې داسې جواب درکوي چې په سیمه کې "ستا پښې غوڅې کړي".

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له سرکاري ټیلیویژن سره په مرکه کې ویلي، ایران له چا سره جګړه نه غواړي خو وایي د هر تجاوز په غبرګون کې به د ځان دفاع ضرور کوي:

"زموږ دا عملیات د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د خپلې دفاع لپاره یو جایز ګام وو او هغه اډې مو په هدف کړې له کومو چې زموږ پر وګړو او اعلی چارواکو برید شوی وو او امریکا باید په چل ول د دغو بریدونو له ارزونې لاس واخلي".

د عراق وزیراعظم عادل المهدي په یوه بیان کې ویلي، ایران تر له مخه پر امریکایي اډو د برید خبرتیا ورکړې وه. د هغه له دفتره په خپاره شوي بیان کې ویل شوي:

"موږ د ایران له خوا یو زباني رسمي پیغام تر لاسه کړ چې وایي ایران د قاسم سلیماني د وژنې بد اخیستل پیل کړل یا به ژر پیل شي او برید به لږ وخت واخلي چې هدف یې په عراق کې امریکایي ځواکونه دي خو ځای یې نه وو مشخص کړی".

د ایران سرکاري ټیلیویژن د دې هېواد د پاسداران انقلاب ځواک د سرچینو په وینا ویلي، که واشنګټن پر امریکایي اډو د برید په بدل کې کوم ګام واخیست، نو ایران په سیمه کې د امریکې پر ۱۰۰ نورو هدفونو هم بریدونه په پام کې لري.

خو د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ بېګا شپه د ایران تر بریدونو څو ګنټې وروسته پر ټویټر ولیکل چې تر اوسه پورې هر څه سم دي، خو وایي پلټنې یې روانې دي چې د ایران بریدونو څه زیان اړولی که نه او ګواښ یې وکړ چې امریکا د نړۍ طاقتور او په وسلو سمبال پوځ لري.

د پېنټاګان ویاند جوناتن هوفمېن په یوه بیان کې ویلي، امریکا د حالاتو او ایران ته د خپل جواب ورکولو ارزونه کوي او بیا به په سیمه کې د امریکایي ځواکونو، ملګرو او اتحادیانو د ژغورنې او ملاتړ لپاره مناسب ګامونه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG