لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ایران توغندیز برید ته د سیمې د هېوادونو غبرګون


واشنګټن: د سیمې حکومتونه له امریکا او ایران څخه غواړي چې په عراق کې په یو او بل باندې د شویو بریدونو سره سره دواړه هېوادونه په خپلو کې تاوتریخوالی راکم کړي.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورسولا وان دېر لیین وویل:

"اوسنی ناورین نه یواځې سیمه بلکه کې مونږ ټول اغېزمنوي. د وسلو کارول باید اوس ودرول شي تر څو خبرو ته لاره هواره شي."

هغه وړاندې وویل، مونږ له ټولو غواړو چې د خبرو د بېرته پیلېدو لپاره دې هر څه چې امکان ولري ترسره کړي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډامنېک راب د شورو یا چهارشنبې په ورځ په عراق کې د امریکا په اډو باندې چې برتانوي سرتیري هم پکې دېره دي د ایران توغندیز برید غندلی دی.

راب وايي، دوی له ایران څخه غواړي چې داسې بې احتیاطه او خطرناکه بریدونه دې بیا نه تکراروي بلکه ددې پرځای باید د تاوتریخوالي کمېدو ته کار وکړي.

هغه زیاتوي جګړه به په سیمه کې د داعش له ځواکمنتیا سره مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګیګ شوانګ هم له ښکېلو غاړو څخه د زغم غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې چین د سیمې د ثبات لپاره او د سولې د راوستلو لپاره د سولیزو ګامونو او خبرو غوښتنه کړې ده.

د جاپان د کابینې ویاند د منځني ختیځ د حالاتو په اړه اندېښنه ښودلې او په ټولو غاړو یې غږ کړی چې د اړیکو د ښه کېدو لپاره دې ډپلوماټیکې هلې ځلې وکړي.

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر په ټویټ کې لیکلي دي چې په سیمه کې د اوسني ستوزمن حالت څخه د وتلو لپاره دې لازم ګامونه واخیستل شي.

انور ګارګاش ویلي، د تاوتریخوالي کمېدل یو هوښیار او اړین کار دی او د ثبات لپاره سیاسي لاره باید خپله کړای شي.

د امریکا او د ایران ترمنځ د روان کړکېچ او له یو او بل سره د روانې ګرمې شخړې په بهیر کې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین د شورو یا چهارشنبې په ورځ ترکیې ته تللی.

پوتین به دغلته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګازو د هغې نل لیکې پرانسته وکړي په کومه کې چې به د روسیې ګاز استانبول ته رسېږي.

د روسيې او ترکیې ترمنځ چې د ناټو غړی هېواد دی د انرژۍ په برخه کې همکاري په زیاتېدو ده.

تمه ده دواړه مشران به له سوریې څخه نیولې تر لیبیا پورې په ګڼو دوه اړخیزو مسلو باندې د خپلو توپیرونو په اړه هم خبرې وکړي.

څېړونکي وايي، ترکیه د روسیې د انرژۍ لپاره د مارکيټ او ټرانزیټ په توګه د یو مهم بنسټ رول لري.

د ترکیې پخوانی سفیر متهت ریندې وايي:

"د ترکیې او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزې اجندا په سر کې د انرژۍ په برخه کې همکاري ده. دا ډېره مهمه ده ځکه مونږ د تیلو او ګازو څخه بډایه هېواد نه یو بلکه مونږ د تېلو او ګازو په وارداتو باندې تکیه لري."

ځینې دوه اړخیزه فشارونه له دې امله شته چې د روسیې په ملاتړ سوریايي ځواکونو د عملیاتو له امله ترکیې ته د سوریايي کډوالو نوې جوپې مخه کړې.

د لیبیا کورنۍ جګړه بله مهمه مسله ده. اردوغان د طرابلس د حکومت په ملاتړ سیمې ته سرتیري لېږي تر څو له کرملن سره تړلو د روس پلوي جنرال خلیفه حفتر ځواکونو سره جګړه وکړي.

ځینې څېړونکي وايي، اردوغان او پوتین په خپلو کې پخواني اختلافات حل کړي دي او ډېر داسې ښکاري چې دا نوې مسلې به هم سره حل کړي.

XS
SM
MD
LG