پاکستان وایي د ایران په ګډون دسیمې نورو هیوادونو سره ژورې اړېکې لري اؤ ددې پلوي نه دی چې سیمه کې تاؤ تریخوالی وده ومومي.
د زیارت په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو د دفتر ویاندې عائشه فاروقي ویلي پاکستان سیمه کې د روان تاؤژن وضعیت ارزؤنه کوي اؤ دامن دپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
عائشه فاروقي وویل اسلام اباد دمنځني ختیخ په وضعیت سخته اندېښنه لري اؤ چمتو دی چې دامن دټینګښت دپاره خپل رول ترسره کړي.
هغې وویل سیمه کې دتاؤ تریخوالي د راکمولو اؤ دامن دهڅو دپاره ګنجائش شته اؤ وزیراعظم عمران خان دباندینیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته لارښونه کړې چې باید دبهرنیو چارو اړوند وزیرانو سره تماسونه ټینګ کړي.
هغې وویل د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ وروستۍ وینا دامن په لوري یوه اشاره ده اؤ باید امن ته موقعه ورکړل شي.
تر دې یوه ورځ وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم پخپل یو بیان کې دمنځني ختیز په تاؤژن وضعیت اندېښنه ښودلې وه اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان به سیمه کې نور د کومې نوې جګړې برخه نه جوړیږي.
هغه ویلي وؤ دسیمې هیوادونو ته به دتاؤتریخوالي نه دځان ژغورنې دپاره ګامونه اخستل وي ځکه چې جګړه دهیچا په ګټه نه ده.
عمران خان ویلي وؤ چې دایران اؤ امریکې ترمنځ د روان تاؤ تریخوالي راکمولو په موخه یې دهیواد دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته د امریکې،ایران اؤ نورو هیوادونو دسفرونو امر کړی دی.
دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې عائشه فاروقي وویل چې د بهرنیو چارو د وزیر بیلابیلو هیوادونو ته دسفرونو دپاره تیارۍ پیل کړل شوي دي.
په دریمه جنورۍ بغداد کې دهوایي ډګر نه بهر یو ډرون برید کې دایران دقدس ځواکونو دمشر قاسم سلیماني له وژل کیدو راپدیخوا دایران اؤ امریکا اړیکې سختې تاؤژنې شوي اؤ اوړمه شپه امریکا عراق کې د امریکې دوؤ هوایي اډو باندې پینځلس میزائیل توغولي وؤ.
دامریکې ددفاع وزیر مارک ایسپر هم تیره ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټيلي فون تماس نیولی ؤ اؤ دسیمې په تازه وضعیت یې ورسره خبرې کړې وې.
دپاکستان حکومت اؤ پوځ واضحه کړې ده چې په سیمه کې به د امن دتالا ترغۍ کولو دکوم عمل برخه نه جوړیږي