لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استازې اېلس وېلز د پاکستان سفر کوي


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي د سويلي اسيا دپاره د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړې استازې اېلس ويلز به د روانې مياشتې په ۱۹م او ۲۰م نېټه د پاکستان سفر کوي.

وزارت ویلي اغلې وېلز به د پاکستان په سفر کې د دولتي چارواکو او مدنې ټولنې د غړو سره ليده کاته کوي او په دوه اړخيزه چارو او سيمه کې په روانو حالاتو به ورسره خبرې اترې کوي.

اېلس وېلز به د پاکستان سره هند او سري لنکا ته هم ځي.

اغلې دا سفرونه په داسې وخت کې کوي چې د امریکا د ايران سره اړيکې ترينګلې شوي او په دغه لړ کې امریکې د پاکستان سره هم رابطه کړې ده.

په بغداد کې د ايران د قدس ځواک د جنرل قاسم سليماني د وژنې وروسته امریکايي چارواکو د پاکستان د پوځي مشر سره خبرې شوې وې.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي د امریکا، ايران او سعودي عرب ترمنځ د امن رول ترسره کولو ته تيار دی خو نور د چا د جګړې برخه نه جوړيږي.

په عېن حال کې اېلس وېلز د پاکستان سفر کوي چې د امریکا په افغانستان کې د سولې دپاره د طالبانو سره د خبرو هڅې هم دوام لري.

پاکستان وايي د افغانستان د سولې په لړ کې هم رول ترسره کولو ته تيار دی او غواړي چې د افغانستان مسله د خبرو اترو د لارې هواره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG