په پاکستان کې د موسمياتو محکمې د خالي د ورځې نه د ګل د ورځې پورې د خېبرپښتونخوا په برنو غرئيزه سيمو او بلوچستان صوبې په ځينو برخو کې د بارانونو او ډېرې واورې کېدو امکان څرګند کړی دی.
د خېبرپښتونخوا د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) ويلي د موسمياتو محکمې امکان څرګند کړی چې د "جمعې په شپه د بلوچستان د لويديځو برخو څخه موسمي هواګانې راننوځي او هغه به د اتوار د ورځې پورې ټول ملک ته خورې شي".
ادارې ويلي " د خالي، شنبې د شپې نه تر ګل، دوشنبې پورې د خېبرپښتونخوا په ټولو غرئيزو ضلعو کې د سختو بارانونو سره په غرونو د واورې کېدو امکان دی".
پي ټي اېم ای د اتوار او ګل په ورځ په "چترال، دير، سوات، شانګله، بونېر، مانسهره، اېبټ اباد او کوهستان کې د ډېرې واورې کېدو او د غرونو ښوېدو امکان څرګند کړی دی".
پي ټي اېم ای اړوند ادارو ته سېلانيان د موسم د حال څخه خبرولو او بېړني ګامونو دپاره د چمتو کېدو لارښوونه کړې ده.
په بلوچستان صوبه کې هم د صوبې پي ډي اېم ای د کوټه، زيارت، قلعه سېف الله، قلعه عبدالله، قلات، سبي، ګوادر، کېچ، لسبېله، خضدار، مستونګ، نوشکي او چاغي ضلعو چارواکو ته خبر ورکړی چې د ۱۱م جنورۍ نه تر ۱۳م جنورۍ پورې په يادو ضلعو کې د باران او واورې کېدو امکان دی.
او اړونده چارواکو ته يې د موسم په تړاؤ د چمتو پاتې کېدو لارښوونه کړې ده.