لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په ايران نوي بندېزونه لګولي


امریکې د جمعې په ورځ په ايران نوي بندېزونه لګولي او ګواښ يې کړی چې که ايران د ترهګرۍ عمليات پرې نه ښودل نو د اقتصاد نور کمزوري کولو دپاره به یې ګامونه پورته کړي.

امریکا ويلي تېره اوونۍ ايران د امریکې په پوځي اډو د ميزايل بریدونه کړي د هغې په ځواب کې يې دا بندېزونه لګولي دي.

د نوؤ بندېزونو په اړوند په سپينه ماڼۍ کې خبري غونډې ته په وېنا کې د امريکې د خزانې وزير اسټيومنوشن وويل په نوؤ بندېزونو کې يې د ايران د ودانيو جوړولو، توليد او کان کيندنې سره صنعتونه په هدف کړي دي.

هغه ويلي په بندېزونو کې د ايران چارواکي هم په هدف کړی شوي دي د چا په اړوند چې ويل کيږي د اتمې جنورۍ په ميزايل بريدونو کې ککړ وو. په کومو بریدونو کې چې په عراق کې د امریکايي پوځ د مېشتې اډې په نخښه شوې وې.

ايران ويلي ؤ د جنرل قاسم سليماني د وژنې په بدل کې يې دغه بريدونه کړي وو.

د صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميه ګڼي چې دا نوي بندېزونه به ايران اړ کړي چې په ايټمي تړون خبرو ته کښېني، او د هغې له امله به د ايران ميزايل پروګرام او په منځني ختيځ کې د مېلشو ملاتړ راکم شي.

د امریکې د خزانې د وزیر سره خبري غونډې ته د بهرنيو چارو وزير مايک پمپېو هم خبرې کړي او ويلي يې دي، امریکا غواړي چې ايران د يو عام ملک په څېر شي.

پمپېو ويلي په نوؤ بندېزو کې د ايران د لوړ پوړې امنيتي شورا سېکتر او د ايران د پوځ مرستیال چيف اف اسټاف او نورو لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي.

ټرمپ د زیارت، پنجشنبې په ورځ ويلي ؤ امریکا ځکه په ډرون بريد کې قاسم سليماني وژلی چې هغه په بغداد کې د امریکا سفارتخانه تباه کول غوښته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG