لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران اعلان وکړ چې د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه یې په تېروتنې ویشتلې


Iran Ukraine Plane crash
Iran Ukraine Plane crash

نیویارک ټایمز او نورې خبري ادارې وايي ایران د شنبې په ورځ اعلان وکړو چې په غېر ارادي ډول یا تېروتنې سره د اوکراین مسافر وړونکې بوینګ الوتکه ویشتلې او دا پیښه یې یوه انساني غلطۍ بللې.

دغې اعلامیې د ایران هغه دوامدارې ادعاوې غلطې ثابتې کړې چې وییلي وو الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله راغورځېدلې وه.

د ایران حکومت په وار وار د دې خبرې ردونه وکړه چې ګواکي د بوینګ ۸۰۰-۷۳۷ الوتکه د ایران پوځ دفاعي څانګې په تېروتنې ویشتلی.

دکېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو تېره ورځ ویلي وو چې په تهران کې د یوکراین غورځېدلې الوتکه دکومې پېښې ښکار شوې نه ده بلکې هغه په احتمالي توګه ایران‌ په میزائیل رانسکوره کړې ده.

د شورو یا چهار شنبې په ورځ د دغې الوتکې راغورځېدو سمدستي وروسته په ایران نړیوال فشار او شکونه ځکه زیات شوه چې یوازې څو ساعته وروسته له هغه چې ایران د عراق په دوو امریکايي پوځي اډو توغندۍ وویشتلې، دغه الوتکه هم راپرېوته.

ایران د خپل قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني امریکايي ډرون برید کې د وژل کیدو دغچ اخستنې په موخه په اتمه جنورۍ عراق کې په دوو امریکایي پوځي اډو د یو درځن نه زیات میزائیل داغلي وو.

هم په دغه ورځ تهران کې دامام خمیني هوایي ډګر څخه دیوکرین پورته شوې یوه مسافر وړونکې الوتکه راغورځېدلې او تباه شوې وه چې پکې ۱۷۶مسافر وژل شوي وو او له دغو مسافرو څخه ۶۳ کسان د کېنېډا وو.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت په ورځ خبریالانو ته ویلي وو هغه دا نه شي منلی چې دا الوتکه دې د تخنیکي ستونزې له امله نسکوره شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG