لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو د جلسې نه يوه ورځ وړاندې په منظور پشتين او ملګرو يې مقدمه درج شوې


د ډېره اسماعيل خان پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشر منظور پشتين او هغه سره يې په ملګرو مقدمه درج کړې ده، دا مقدمه په بنو کې د پي ټي اېم د جلسې نه يوه ورځ وړاندې درج کړی شوې ده.

د ډېره اسماعيل خان د ګومل پوهنتون پوليس په تاڼه کې په منظور پشتين، عالمزېب مسيد، فدا محمد، مصطفی او دلبر په ګډون په ۱۷ تنو مقدمه درج کړی شوې او په مقدمه کې ويل شوي دې کسانو په ضلع کې په ځای شوې ۱۴۴ مادې خلاف ورزي کړې ده.

پي ټي اېم سبا د اتوار په ورځ په ۱۲م جنورۍ په بنو کې د جلسې کولو اعلان کړی دی او غړي يې د جلسې دپاره کمپاين چلوي.

د بنو انتظامیې د پي ټي اېم جلسې ته اجازت ورکړی خو ورسره يې ورته لارښوونې هم کړي چې په جلسه کې به د رياست او رياستي ادارو پرضد وېناګانې او شعارونه نه کيږي.

خو په ډېره اسماعيل خان کې انتظاميې د ۶م جنورۍ نه تر ۱۶م جنورۍ پورې په ضلع کې د ګڼې ګوڼې جوړولو په موخه ۱۴۴ ماده په ځای کړې ده.

له دې وړاندې په مردان ضلع کې هم د پي ټي اېم ځايي مشر حسن ناصر د پي ټي اېم د بنو د جلسې دپاره په کمپاين کولو نيول شوی او پرون زندان ته لېږل شوی دی.

د پي ټي اېم مشران وايي د بنو د جلسې په لړ کې ورسره ډېره سختي نه کيږي خو په بنو کې د جلسې په ورځ انتظاميې د لوبو دستورې راجوړې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG