لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند دپوځ مشر وایي که امر ورته وشي نو پاکستانی کشمیر به هم دپاکستان له منګولو خلاص کړي


دهند دپوځ سرلښکر جنرال منوج موکنډنراوانی ویلي که چرې پارلیمان ورته دپاکستاني کشمیر دپاکستان دمنګولو نه دخلاصولو امر وکړي نو هغه به په دغه امر عمل وکړي.

دخالي په ورځ نوي ډیلي کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دهندي پوځ سرلښکر وویل دهند پارلیمان لسیزې وړاندې دجمو و کشمیر ټوله سیمه دهند دبرخې ګرځولو قرارداد منظور کړی دی.

دیوې پوښتنې ځواب کې هغه وویل دهند پوځ دچین سره دپولې په سر دموجودو چیلنجونو نه ځان ژغورنې ته هم چمتو دی.

دچین له لوري دهند دپولې ترڅنګ خپلو تنصیباتو کې داضافې په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې جنرال منوج وویل” مونږ پخپله سویلي پوله ژور نظر ساتلی اؤ په دې لړ کې دهر چیلنج نه ځان ژغورنې ته چمتو یو”

هغه وویل دچین سره په پیوست پوله دپوځي تنصیباتو دتولې برابر ساتلو دپاره دغلته دعصري وسلو نظام لګولی شي.

پاکستان له په سمدستي توګه دهندي پوځ دمشر لخوا دپاکستاني کشمیر په اړوند څرګندونو باندې خپل غبرګون نه دی ښودلی.

دهند دحکومت له لوري دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثت ختمولو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړېکې زېاتې تاؤژنې شوي اؤ څو کرته د دواړو هیوادونو دپوځونو ترڅنګ دکشمیر په ویشونکې پوله نښتې هم شوي چې دواړه خواوې پکې یو بل ته د زیانونو اړؤلو دعوې کوي.

دتېرې میاشتې په وروستیو کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي وؤ چې هند دکشمیر په ویشونکې پوله لګیدلی ازغن تار پینځه ځایه شلولی اؤ په کنټرول لاین یې براهموس میزائیل لګولي دي.

هغه ویلي وؤ پاکستان دهند دفعالیتونو په اړوند ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی دی اؤ هیله ده چې عسکري مبصرین به دکشمیر د وضعیت پسر دملګرو ملتونو امنیت شورا ته احوال هم تیر کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG