لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ:چمتو یو چې دهند هر رقم تیري ته ځواب ووایو


دپاکستان پوځي ویاند دپاکستاني کشمیر اخستو په هکله دهندي پوځ دسرلښکر بیان دهند لخوا دخپلو کورنیو ستونزو نه دخلکو دپام اړولو هڅه بللې ده اؤ وایي دپاکستان پوځ تیار دی چې دهند هر رقم تیري ته ځواب ووایي.

دخالي په ورځ نوي ډیلي کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دهندي پوځ سرلښکرجنرال منوج موکنډنراوانی ویلي وؤ که چرې پارلیمان ورته دپاکستاني کشمیر دخلاصولو امر وکړي نو هغه به په دغه امر عمل وکړي.

دهند دپوځ دسرلښکر ددغو خبرو په غبرګون کې دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر لیکلي” دهندي سرلښکر لخوا ازاد کشمیر کې دپوځي عملیاتو بیان دمعمول زهر شیندنه ده اؤ هغه دخپلو خلکو خوشحالولو دپاره داسې بیانونه ورکوي”

پاکستان دخپل واک لاندې کشمیر مدام د “ازاد کشمیر” په نوم یادوي خو جنرال منوج موکنډنراوانی ویلي وؤ دهند پارلیمان لسیزې وړاندې دجمو و کشمیر ټوله سیمه دهند دبرخې ګرځولو قرارداد منظور کړی ؤ اؤ دا ټوله سیمه دهند برخه ده.

دهند دحکومت له لوري دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثت ختمولو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړېکې زېاتې تاؤژنې شوي اؤ څو کرته د دواړو هیوادونو دپوځونو ترڅنګ دکشمیر په ویشونکې پوله نښتې هم شوي چې دواړه خواوې پکې یو بل ته د زیانونو اړؤلو دعوې کوي.

دتېرې میاشتې په وروستیو کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي وؤ چې هند دکشمیر په ویشونکې پوله لګیدلی ازغن تار پینځه ځایه شلولی اؤ په کنټرول لاین یې براهموس میزائیل لګولي دي.

هغه ویلي وؤ پاکستان دهند دفعالیتونو په اړوند ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی دی اؤ هیله ده چې عسکري مبصرین به دکشمیر د وضعیت پسر دملګرو ملتونو امنیت شورا ته احوال هم تیر کړ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG