دایران اؤ امریکا ترمنځ دپېدا شوي تاؤ تریخوالي له امله سیمه کې د رامنځته شوي وضعیت پسر دخبرو اترو دپاره دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د وزیراعظم عمران خان په لارښوونه داتوار په ور دایران اؤ سعودي عرب په سفر روان شوی دی.
ټاکل شوې ده شاه محمود قریسي به تهران کې دخپل ایراني سیال ښاغلي جواد ظریف سره ویني اؤ ورسره به په منځني ختیز اؤ خلیج سیمه کې دامنیت په وضعه خبرې اترې کوي.
پاکستاني مطبوعات وایي دبهرنیو چارو وزیر به د دوشنبې په ورځ د تهران نه سعودي عرب ته سفر پیلوي اؤ په ریاض کې به دسعودي عرب دبهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن ال سعود سره لیدنه کوي.
ایران اؤ سعودي عرب ته په سفر له روانېدو وړاندې ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي چې دایران اؤ امریکا ترمنځ دپیدا شوي کړکیچ نه وروسته سیمه کې دتاؤ تریخوالي راکمولو اؤ امن پځائ ساتلو دپاره ګډو هڅو ته اړتیا لیدل کیږي.
هغه ویلي تهران اؤ ریاض ته دخپلو سفرونو په مهال به ددغو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنو کې هغوئ په موجوده وضعیت کې دپاکستان له نظر څخه خبروي.
قریشي زیاته کړې چې دایران اؤ امریکه ترمنځ تاؤ تریخوالي راکمولو ته اړتیا ده ځکه چې دا سیمه دکومې بلې جګړې توان نه لري.
دبهرنیو چارو د وزیر په وینا دسیوا شوي تاؤ تریخوالي راکمولو اؤ دحالاتو اعتدال ته راوستلو دپاره باید دسفارتي لارو چارو د ستونزو دهواري دهڅو ملاتړ وکړل شي.
درې ورځې دمخه اوړمه ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې عائشه صدیق مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې اسلام اباد دمنځني ختیز په وضعیت سخته اندېښنه لري اؤ چمتو دی چې دامن دټینګښت دپاره خپل رول ترسره کړي.
تر دې وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم پخپل یو بیان کې دمنځني ختیز په تاؤژن وضعیت اندېښنه ښودلې وه اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان به سیمه کې نور د کومې نوې جګړې برخه نه جوړیږي.
عمران خان ویلي وؤ چې دایران اؤ امریکې ترمنځ د روان تاؤ تریخوالي راکمولو په موخه یې دهیواد دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته د امریکې،ایران اؤ نورو هیوادونو دسفرونو امر کړی دی.
په دریمه جنورۍ بغداد کې دهوایي ډګر نه بهر یو ډرون برید کې دایران دقدس ځواکونو دمشر قاسم سلیماني له وژل کیدو راپدیخوا دایران اؤ امریکا اړیکې سختې تاؤژنې شوي اؤ اوړمه شپه امریکا عراق کې د امریکې دوؤ هوایي اډو باندې پینځلس میزائیل توغولي وؤ.
امریکا له دې تاؤ تریخوالي وروسته په ایران نوي بندیزونه هم لګولي دي