لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان راشد خان دT20 کرکټ دغوره باؤلر په توګه وړومبی اؤ مجیب دویم مقام ګټلی


دکرکټ نړیوالې شورا د T20 اؤ یو ورځني کرکټ دتازه درجه بندۍ نوملړ مخې ته راوړی چې له مخې یې د T20 کرکټ سیالیو کې دترټولو غوره توپ اچوونکي یا باولر په توګه دافغانستان راشد خان اول اؤ د مجیب الرحمان دویم مقام ګټلی دی

ددغه نوملړ له مخې دافغان لوبډلې محمد نبي د T20 غوره ال راونډر ګرځول شوی دی.

د T20کرکټ په غوره لوبډلو کې دافغانستان لوبډلې اووم مقام ترلاسه کړی اؤ دسریلنکا،بنګله دیش،ویسټ انډیز اؤ زمبابوی په څېر تکړه لوبډلې یې هم شاته پرېښودي دي.

د شلو اوورونو دکرکټ په سیالیو کې دپاکستاني توپ وهونکي بابر اعظم نوم په اول،داسټریلیاد فنج نوم په دویم،دانګلینډ د ډيوډملان نوم په دریم ،دنیوزي لینډ د کولن مینرو نوم په څلورم اؤ د اسټریلیان دیکسویل نوم په پینځم نمبر راغلی دی.

په یو ورځني کرکټ کې نړیواله اتله لوبډله انګلینډ په اول نمبر راغلې اؤ هند دویم مقام ګټلی دی.

په دغو سیالیو کې دافغانستان لوبډله په لسم نمبر راغلې اؤ افغان لوبغاړي مجیب الرحمان د غوره توپ اچونکي په توګه دریم مقام ګټلی دی.

راشد خان تر دې دمخه په کال ۲۰۱۸م کې هم د یو ورځنیو لوبو مخکښ ویکټ اخیستونکی ؤ چې په ترڅ کې یې د ۱۴،۴۵ په اوسط ۴۸ ویکټې اخیستي دي.

دايي سي سي ترمخه راشد خان د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د افغانستان د لارموندنې پر مهال هم غوره رول لوبولی و او ډېرې مهمې ویکټې یې اخیستې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG