لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دپاکستان بله الوتکه غورځېدلې،پائیلوټ اؤ انجنئیر پکې مړه شوي


دپاکستان دپنجاب ایالت په رحیم یار خان سیمه کې په فصلونو دوایي شیندونکې الوتکه غورځېدلې چې په دپائیلوټ په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دخالي په ورځ پخپله ویب پاڼه لیکلي چې دغه الوتکه د رحیم یار خان د شیخ زاید هوایي ډګر څخه پورته شوې وه اؤ غوښتلیې دچولستان په سیمه کې په فصلونو دملخانو وژلو دپاره سپری یا دوا وشیندي .

درحیم یار خان ډپټي کمشنر علي شهزاد رسنیو ته ویلي چې دتیکنیکي خرابۍ له امله دغه الوتکه غورځېدلې چې پکې پائیلوټ شعیب ملک اؤ انجنئیر فواد بټ مړه شوي دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دالوتکو غورځېدلو پېښې سیوا شوي اؤ تیره اوونۍ هم دپاکستان دهوایي ځواکونو یوه الوتکه په میانوالي سیمه کې غورځېدلې وه چې امله یې ددغه الوتکې دواړه پائیلوټان مړه شوي وؤ.

په ۲۴م نومبر کال ۲۰۱۵م کې د FT-7PG په نوم یوه پوځي الوتکه غورځېدلې وه چې پکې دپاکستان وړومبۍ ښځینه پائیلوټه مریم مختار مړه شوې ده.

دکال ۲۰۱۷م دمئ میاشت کې دپنجاب په جهنګ سیمه کې دپاکستان یوه میراج الوتکه اؤ په ۲۵م مښ میانوالي سره نزدې ایف سیون پي الوتکه غورځېدلې وه خو دغو دواړو پېښو کې پائیلوټان خوندي پاتې شوي وؤ.

په اګست ۲۰۱۷م کې هم دوه پاکستاني الوتکې اؤ تیرکال یوه تربیتي الوتکه غورځېدلې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG