لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممکنه ده صدر ټرمپ د طالبانو سره د تړون پرته په افغانستان کې پوځي سرتيري کم کړي


Robert O'Brien
Robert O'Brien

د امريکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت مشاور رابرټ اوبراين ويلي،"ممکنه ده" چې صدر ټرمپ په روان کال (۲۰۲۰) کې په افغانستان کې پوځي سرتيري کم کړي که څه هم د طالبانو سره تړون ونه شي خو صدر د پوځي سرتيرو شمېر کمولو ته تيار دی.

د اکسيوس په نوم خبري ادارې سره په ځانګړې مرکه کې اوبراين ويلي،"مونږ بيرته د طالبانو سره د خبرو په حالت کې يُو"، "افغان ځواکونه ښه کار کوي، زما خيال دی مونږ به زر په داسې حالت کې يو چې که د طالبانو سره تړون کيږي او که نه کيږي، په افغانستان کې به خپل پوځ راکموو".

د دې پوښتنې چې ايا صدر ټرمپ به د روان کال امريکايي انتخاباتو نه وړاندې په افغانستان کې د پوځ شمېره کمه کړي؟ په ځواب کې اوبراين ويلي "زه داسې نه شم ويلي چې دغه کار به د انتخاباتو په اساس وي خو زه فکر کوم چې روان کال به تړون وشي، مونږ په دې کار کوو خو دا بايد يو ښه تړون وي"

هغه دا هم ويلي چې تېر کال امریکا د طالبانو سره تړون ته ډېره نزدې شوې وه خو په کابل کې د طالبانو لخوا په امریکايي سرتيرو د بريد وروسته صدر ټرمپ د خبرو لړۍ وځنډوله.

د دسمبر په میاشت کې امریکايي مطبوعاتو ويلي ؤ چې صدر ډانلډ ټرمپ به هم د دسمبر په مياشت کې د افغانستان څخه د څلور زره سرتېرو د کمولو اعلان وکړي.

خو د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر ويلي ؤ په افغانستان کې د امریکايي پوځي سرتيرو د کمولو ختمي فېصله به صدر ټرمپ کوي.

د امریکې او طالبانو ترمنځ د تړون کېدو په اړوند د طالبانو د مذاکراتو وياند سهېل شاهين تېره مياشت ويلي ؤ، د دواړو فريقېنو ترمنځ د سولې تړون تيار دی او يواځې لاسليک کېدل يې پاتې دي.

نوموړي دغه خبرې د امریکا او ايران ترمنځ د تاؤ تريخوالي زياتېدو په تړاؤ کړې وې چې دغه تريخوالی به د سولې خبرې اغېزمنې نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG