لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فخر امام: د قامي اسمبلۍ په بيانونو کې قرآن رامنځته کول ښه روايت نه دی


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سېفران وزير شهریار افريدي د راناثناالله په اړوند د خبرو کولو په وخت ويلي،" قرآن په لاس به بيان ورکوي" خو اجازت ورته نه دی ورکړی شوی.

شهريار افريدي د نهې، سه شنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته په وېنا کې ويلي، "رانا ثناالله دې د نرانو په شان عدالت ته مخامخ شي".

د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکی رانا ثناالله د پنجاب صوبې د قانون پخوانی وزير او اوسنی د قامي اسمبلۍ غړی دی. هغه تېر کال د جولايي په مياشت کې د نشه يي توکيو پرضد ځواک (اېنټي نارکوټکس فورس) ځواک نيولی او تور يې پرې لګولی ؤ چې ۱۵ کيلوګرامه هيروئن يې قاچاق کول.

ثناالله په ياده قضيه کې بنديوان ؤ خو تېره مياشت د لاهور ايالتي محکمې د هغه په ضمانت د خوشي کولو منظوري ورکړې وه.

رانا ثناالله بيا په قامي اسمبلۍ کې قرآن په لاس بیان ورکړی چې هغه مخدره مواد نه قاچاق کول.

خو شهريار افريدي ويلي هغه دې په عدالت کې ځان پاک ثابت کړي.

افريدي پرون په اسمبلۍ کې په وېنا کې وويل رانا ثناالله قرآن په لاس بيان ورکړی خو نن يې غونډې ته په لاس کې فايل راوړو.

هغه وويل اجازت دې ورته ورکړی شي چې هغه هم قرآن په لاس بيان ورکړي خو د اسمبلۍ د غونډې مشري کوونکي د تحريک انصاف ګوند فخرامام ورته اجازت نه دی ورکړی او ويلي يې دي چې په اسمبلۍ کې دا ښه روايت نه جوړیږي. او افریدي بيا بيان نه دی ورکړی.

رانا ثناالله بيا هم په ځان د نشه يي توکيو د قاچاق تورونه رد کړي دي.

په دغو بيانونو د شور جوړېدو سره د اسمبلۍ غونډه ځنډول شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG