د پاکستان د ټيلي ويژن چېنلو د څار ادارې (پېمرا) د شخصي ټیلي ويژن چېنل (ای ار وايي) د پروګرام په هغه کوربه د دوه مياشتو دپاره په ټيلي ويژن د راتلو بندېز لګولی د چا پروګرام ته چې د پاکستان تحريک انصاف د حکومت يو وزير بوټ راوړلی ؤ.
د حکومت مرکزي وزير فېصل واوډا د نهې، سه شنې په ماسخوتن د ای ار وايي چېنل د کوربه کاشف عباسي (اف دې ریکارډ) پروګرام ته بوټ راوړلی ؤ.
دغه عمل ته په ټولنيزو رسنيو غبرګون ويل شوی چې د تحریک انصاف د حکومتي وزير دغه عمل څرګندوي چې هر پرې پوځ کوي.
پېمرا ويلي د فېصل واوډا دغه عمل د غېر اخلاقي او د يوې رياستي ادارې د سپکاوي هڅه وه.
پېمرا ویلي د پروګرام کوربه بيا د فېصل واوډا دې عمل ته کتل او خندل يې د هغه د منع کولو کوشش يې نه دی کړی. ځکه پېمرا په کاشف عباسي د سزا په توګه د دوه میاشتو دپاره بندېز لګوي چې هغه به نه دغه پروګرام کوي بلکې په بل ټيلي ويژن چېنل به هم نه ښکاري.
پېمرا زياته کړې که کاشف عباسي په ای ار وايي يا بل چېنل راوستل شو د هغه چېنل پرضد به هم ګام اخيستلی شي.
کاشف عباسي تېره شپه په خپل پروګرام کې منلې چې د هغه نه د فېصل واوډا د بوټ په مېز اېښودو د عمل په وخت غلطي شوې ده چې هغه يې نه ده منع کړی شوی.
په ياد پروګرام کې د پاکستان پيپلز ګوند قمر زمان کائره او د مسلم ليګ ن ګوند جاوېد عباسي هم مېلمانه ؤ او د واوډا لخوا د بوټ ښکاره کولو وروسته د پروګرام نه پاڅېدلي او تللي وو.