لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي وي پروګرام ته د پوځي بوټ راوړلو پېغام څه ؤ؟ په سوشل ميډيا غبرګون


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت یو مرکزي وزیر فېصل واوډا په ټيلي ويژن يو پروګرام ته پوځي بوټ راوړلی او ويلي يې دي، "مسلم ليګ ن ګوند په ملاسته بوټ ته عزت ورکړی، مسلم ليګ ن ګوند بوټ ښکل کړی او بوټ ته يې عزت ورکړی".

د "ای ار وايي" ټيلي ويژن په دغه پروګرام کې د فېصل واوډا سره د مسلم ليګ ن ګوند جاوېد عباسي او د پيپلز ګوند قمر زمان کائره ناست ؤ خو چې کله واوډا بوټ په مېز دپاسه کېښود او د بوټ خبره يې وکړه عباسي او کائره د پروګرام نه پاڅېده او لاړه.

ياد عمل ته په ټولنيزو رسنيو غبرګون ويل شوی او ژورنالسټ طلعت حسېن په ټويټر ويلي "دغه عمل ثابته کړه چې هر څه پوځ کوي".

طلعت حسېن ويلي، "فېصل واوډا د پوځي بوټ سره ټي وي پروګرام ته راغلو، ن ليګ ته يې د بوټ څټلو پېغور ورکړو. ثابته يې کړه چې هر څه پوځ کوي. بيا په قلاره د بوټ سره ناست ؤ خندل يې او د پروګرام د کوربه په موجودګۍ کې يې ټول وخت تېر کړو".

ژورنالسټې عاصمه شېرازي ويلي،

"بوټ ته چې څومره عزت پي ټي ايي والو ورکړی دومره په ۷۰ کاله کې يو ګوند هم نه دی ورکړی. دا د پي ټي ايي او فېصل واوډا بوټ والا دی کار دی".

د پيپلز ګوند قمر زمان کائره ويلي، د فېصل واوډا د بوټ مخې ته راوړو د عمل مطلب دا دی چې پيپلز ګوند او ن ليګ د دوی په وېنا نه، بلکې د پوځ په وېنا ووټ ورکړی دی.

په وروستيو کې د حکومت مخالفه ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ن ګوند د پوځي مشرانو د نوکرۍ د مودې غځولو په لړ کې په پارلیمان کې د قانوني مسودې منظورولو په حق کې رايې ورکړې وه.

ټي وي پروګرام ته په بوټ راوړلو او د پروګرام په کوربه هم ټکونه شوي دي چې د بوټ ښکاره اېښودو اجازت يې ورکړی دی.

ژورنالسټ فخر دراني په ټويټر ويلي،

"دا بوټ واوډا د ټي وي په سټوډيو کې په ټېبل نه دی اېښودی بلکې د اليکټرانک ميډيا په مخ دپاسه يې اېښودی دی. د رېټنګ په خاطر کوربه (اېنکر) بنيادي صحافتي اقدار او د صحافت عزت په شا غورځولی دی. په دې سټوډيو تاته رزق مېلاویږي. که چرته څوک ستا د خوراک په مېز بوټ کېږدي نو ته به خاندې؟".

بل ژورنالسټ مظهرعباس ویلي،

"د ټي وي يو ياد پروګرام ته پوځي راوړل د ادارو سپکاوی دی. په دې کار کولو فېصل نه يواځې خپل ځان بلکې خپل ګوند هم په ډاګه کړو. ګورو چې وزيراعظم او ادارې په دې څه غبرګون ورکوي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د وزیراعظم د اطلاعاتو مرستيالې فردوس عاشق اعوان ويلي د پوځي بوټ پروګرام ته راوړلو کار د پي ټي ايي د حکومت او ګوند موقف نه څرګندوي.

هغې دغه خبره د پاکستان (جيو) ټي وي سره په خبرو کې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG