لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي امریکا سره يې د توافقنامې په لاسليک کولو خبرې شوي


په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر د مذاکراتي ډلې وياند ويلي د امریکايي مذاکراتي ټيم سره یې ليدلي او "د توافقنامې د لاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي".

سهيل شاهين تېره شپه ناوخته په ټويټر ويلي د طالبانو د سياسي مرستيال او سياسي دفتر د مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو مذاکراتی ټيم او د زلمي خليلزاد په مشرۍ د امريکايي ټيم ترمنځ خبرې شوي دي.

هغه ويلي "پرون او نن مازيګر د دواړو ټيمونو ترمنځ ګټورې خبرې شوي او د خبرو دغه بهر به څو ورځې دوام وکړي".

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ ويلي ؤ، په افغانستان کې د سولې په لړ کې "طالبانو رضامندي څرګنده کړې چې د تشدد لړۍ راکمه کړي او دا د سولې د خبرو دپاره ښه پرمختګ دی".

قرېشي زياته کړې "پاکستان چې کومه زمه واري په سر اخيستې وه هغه يې تر يو حده پوره کړې ده او زمونږ خواهش دی چې دا ټوله سيمه امن پله لاړه شي، ګټه يې افغانستان او پاکستان دواړو ته وي".

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي‌ امنیت سلاکار حمدالله محب ويلي، له طالبانو سره خبرو ته د لارې هوارېدو لپاره جنګ بندي لومړی شرط دی ځکه چې وایي په دې سره د افغانستان خلک او حکومت په دې پوهېدل غواړي طالبان نه یواځې سولې ته سنجیده دي بلکې خپل وسلوال یې تر کنټرول لاندې دي.

د تېر کال ستمبر په مياشت کې د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ‌ له خوا له افغان طالبانو سره ځنډېدلې خبرې په دسمبر کې بیرته پېل شوې او بيا پکې لنډ مهاله ځنډ شوی او دغه خبرې د طالبانو د وياند ترمخه بيا پېل شوي چې څو ورځې به دوام ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG