لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کاش چې حج مو په ارزانه کولی شوی خو داسې نه ده، د پاکستان د مذهبي امورو وزیر


د پاکستان د مذهبي امورو مرکز وزیر ويلي "کاش چې په ارزانه مو حج کولی شوی خو حالات داسې نه دي او روپۍ يې کمزورې ده، سعودي عرب پرې ټېکسونه هم سېوا کړي دي".

د پاکستان د مذهبي امورو مرکزي وزیر پير نور الحق قادري وايي غواړي چې په خپلو خلکو په کم قيمت حج وکړي خو د پاکستانۍ روپۍ د بې قدرۍ او سعودي عرب د زیاتو ټېکسونو له امله نه شي کولی چې په خلکو په ارزانه حج وکړی شي او نوموړی يواځې افسوس کوي.

هغه ويلي د سعودي عرب د ټېکسونو د بوج سره نه يواځې پاکستان بلکې د ټولې نړۍ هېوادونه مخ دي.

پاکستان تېر کال په ۲۰۱۹م کې د حج دپاره پېسې سېوا کړې او د يو تن دپاره د حج سرکاري بيه څلور لاکه او ۵۶ زره روپو ته رسېدلې وه.

او له دغې وړاندې په کال ۲۰۱۸م کې د حج خرچه دوه لاکه ۸۰ زره روپۍ وه خو په دې کې د قربانۍ روپۍ نه وې شاملې او د هغې ځانله ۱۳ زره روپۍ ورکول ؤ.

په شخصي توګه د حج دپاره د خلکو ليږدؤنکي وايي، چې روان کال به په سرکاري توګه د حج مصرف د پينځه لاکه روپو نه سېوا شي، او په شخصي توګه د تلونکو خرچ به نور هم سېوا وي.

په مردان کې د حج او عمرې دپاره په شخصي توګه د کار کوونکې ايجنسۍ چلوؤنکی جميل الرحمان وايي، په روان کال ۲۰۲۰ کې به د يو تن په سرکاري توګه د حج مصرف پينځه لاکه او ۴۰ زرو روپو ته ورسي.

هغه زياتوي په شخصي توګه د حج مصرف د سرکاري حج نه ۶۰ زره روپۍ سېوا وي.

تېر کال د پاکستان روپۍ (کرنسي) ۳۲ فيصده غورځېدلې او او د روپۍ په قدر کې کمی راغلی ؤ د کال ۲۰۱۹ د جون به ۲۸م نېټه د د ډالر په مقابله کې روپۍ لوړې کچې ته رسېدلې او د يو ډالر قیمت ۱۶۳ روپۍ شوی ؤ.

او د تېر کال په سر کې يو ډالر په ۱۴۰ روپو وو کوم چې دا وخت په ۱۵۴ روپۍ او ۴۸ پېسې دی.

د پاکستان د تحریک انصاف حکومت وايي دا د روپۍ اصل قيمت دی او تېر د مسلم ليګ ن حکومت روپۍ په مصنوعي توګه راټينګه کړې او قابو يې ساتلې وه.

د پاکستان د روپۍ د قدر کمېدو سره نه يواځې دا چې د ملک اقتصاد د سختو ستونزو سره مخ دی بلکې پاکستان د نړيوالې ادارې ايي اېم اېف او نورو هېوادونو څخه قرضونه هم اخيستې دي.

په داسې حالاتو کې په پاکستان کې د تېلو، ګېسو او بجلۍ بېعې لوړې شوي او ورسره د خوراکۍ توکيو بيې هم سېوا شوي او عام خلک د ګرانۍ څخه سر ټکوي.

XS
SM
MD
LG