لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یمن کې د هوثي یاغیانو په برید کې 60 پوځیان وژل شوي او لسګونه ټپیان شوي


واشنګټن ــــ د سعودي په وینا د ایران په ملاتړ هوثي یاغیانو پرون د یمن په ماریب ښار کې د پوځ پر یوه روزنیز کېمپ برید کړی، چې لسګونه پوځيان یې وژلي او ټپیان کړي دي خو هوثي یاغیانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

رایټرز خبري ایجنسۍ د سعودي د الاخباریه ټیلیویژن د خبر په اساس ویلي، چې دا برید د بېلسټیک توغندیو او ډرون په وسیله شوی چې وایي 60 پوځیان پکې وژل شوي او لسګونه نور پکې ټپیان شوي دي.

هوثي یاغیانو تر اوسه په رسمي توګه د دې برید ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې.

دا برید په داسې وخت کې شوی چې څو ورځې وړاندې د سعودي په مشرۍ اتحادي پوځ د پایتخت صنعا په ختیځ کې د هوثي یاغیانو پر مرکزونو برید کړی وو، چې د رپوټونه له مخې لږ تر لږه 22 کسان پکې وژل شوي وو.

ځیني ځايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط راېټرز خبري ادارې ته ویلي دغه برید د ماریب صوبې په مرکز کې شوی. دغه صوبه د سرښار صنعا نه 70 کلومیټره لرې دی.

هم د خالي یا شنبې په ورځ د هوثي یاغیانو او حکومتي عسکرو تر منځ د حدیدیه بندر سره نژدې درنه جګړه شوې چې پکې دواړو خواو د یو بل پر ضد درنه وسله کارولې ده.

د یمن د حکومتي ځواکونو د ختیځ کمانډ مشر واداه دوبېش تر مخه په دغه جګړه کې لږ تر لږه 7 تنه وژل شوي چې وایي 2 پکې ولسي وګړي هم وو. د حکومتي بیان تر مخه د درنو ډزو له وجې ګڼ شمېر کورونو ته هم زیان رسېدلی.

په یمن کې دې تازه جګړې سره د ملګرو ملتونو په مشرۍ کې شوې ډزبندي هم ختمه شوه کومه چې په حدیدیه ښار کې ترسره شوې وه. حدیدیه ښار یمن ته د بشري مرستو او خوراکي سامانونو رسولو لویه او مهمه لار ده.

ایران پلوه هوثي یاغیان اوس هم د سرښار صنعا تر څنګ د یمن د شمالي برخو کنټرول لري. هوثي یاغیانو په 2014م کال کې د یمن صدر عبدالربو منصور هادي د حکومت ختمولو وروسته د دغو سیمو کنټرول ترلاسه کړی.

په یمن کې د 2015م کال راهسې د ایران او سعودي عربستان تر منځ پېل شوې پټې جګړې یا پراکسي وار کې تر دې وخته د 10 زرو نه سېوا تنه وژل شوي او د 30 لکو نه سېوا خلک بې کوره شوي. د یمن دغې روانې جګړې په دغه هیواد کې خلک د لوږې د قحط سره هم مخ کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG