په پاکستان کې د کال ۲۰۲۰ د پولیو لمړۍ پېښه هم په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلې ده، د پوليو د مخنيوي مرکز ويلي ياده پېښه د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې رپوټ شوې ده .
لکي مروت د خېبرپښتونخوا هغه ضلع ده چرته چې په تېر کال ۲۰۱۹م کې په پاکستان کې د پوليو تر ټولو زياتې پېښې رپوټ شوې وې.
يواځې په لکي مروت ضلع کې تېر کال د پوليو ۳۲ پېښې مخې راغلې وې.
په لکي مروت کې د تازه مخې ته راغلې پېښې په اړوند چارواکو ویلي دا پېښه په سرای نورنګ تحصيل کې مخې ته راغلې او د يو کال ماشوم پوليو وهلی دی.
د راپورونو ترمخه ويل شوي دغه ماشوم ته يوځل د پوليو ضد څاڅکي هم ورکړی شوي وو.
د پوليو د مخنيوي د پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوؤ شمېرو ترمخه په پاکستان کې تېر کال د پوليو د پېښو شمېره ۱۳۶ وه او په دې کې يواځې د خېبرپښتونخوا د پوليو شمېره ۹۲ وه.
په خېبرپښتونخوا کې لکی مروت او بنو د پوليو تر ټولو زياتې ځپلې ضلعې دي، په لکي مروت کې د پولیو ۳۲ او بنو کې ۲۶ پېښې رپوټ شوې وې.
په پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي پوليو زیاتره په هغو ماشومانو راغلې چې ميندو پلارانو ورته د پوليو ضد څاڅکي نه ؤ ورکړي.
په پاکستان کې د پوليو د پېښو پرله پسې مخې ته راتلو له امله د صحت نړيوالې ادارې په دې هېواد د پوليو په اړوند د سفري بندېزونو موده تر درې نورو میاشتو پورې غځولی شي.
په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي د بېړني مرکز وياند ډاکټر نديم جان د يادو بندېزونو په اړوند لس ورځې وړاندې وي او ای ډیوه ته ويلي ؤ دا سفري بندېزونه په دې معنی وي چې څوک هم د پاکستان نه بهر ځي که وړوکی وي او که لوی وي ښځه او نر وي بايد د تلو نه يوه مياشت مخکې د پوليو څاڅکي وڅکي او سند يا سرټيفيکېټ يې واخلي.