لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي او پاکستاني استازو د افغانستان د سولې په بهير خبرې کړي


د پاکستان په سفر د سويلي اسيا دپاره د امريکا د بهرنيو چارو استازې اېلس ويلز او د پاکستان د بهرنيو چارو سېکتر سهېل محمود سره د افغانستان د سولې په بهير غږېدلې، او محمود ويلي پاکستان به د افغانستان د سولې د بهير او د دغه هېواد سره د اړیکو په ښه والي کې مثبت هڅې دوامداره ساتي.

د ليدنې په اړوند اېلس وېلز په ټويټر ویلي، "د پاکستان د بهرنیو چارو د سېکتر سره یې د سيمې د امنيت په لړ کې د امريکا او پاکستان د همکارۍ په پوره ايجنډا خبرې وشوې او په دوه اړخيزه اړيکو، د پوځ د تربيې د پروګرام په بحالۍ، تجارت او پانګونه هم غږېدلي دي".

هغې په بل ټویټ کې ویلي،"خوشحاله شوم چې د پاکستان د کاروباري او پوهانو نه مې د پاکستان او افغانستان د دوه اړخيزه تجارت په لړ کې د نورو اسانتياؤ جوړولو واورېدل. هغې ویلي شريک توليد به د امریکا د نظام لاندې په ډېرو توکيو د ټېکس پرته د صادراتو اجازه ورکړی او دا د ټولو په ګټه ده".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي په ليدنه کې د سياسي چارو او د اقتصادي همکارۍ ترڅنګ په دوه اړخيزه اړيکو خبرې شوي دي.

ويل شوي په ليدنه کې د افغانستان د سولې د بهير په وروستي پرمختګ خبرې شوي او خارجه سېكتر د پاکستان هغه ژمنه بيا تکرار کړې چې پاكستان به د امن د بهير ملاتړ او د افغانستان سره د ښو اړيکو په موخه مثبت پرمختګ دوامداره ساتي.

د ای پي پي د خبر ترمخه په ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قرېشي د سعودي عرب، ايران او متحده عرب اماراتو ترڅنګ د نورو بهرنيو چارو د وزيرانو سره د ټيليفوني خبرو په اړوند هم بحث شوی او په منځني ختيځ کې د تاؤ تريخوالو کمولو په سر خبرې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG