لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په چين کې کرونا وايرس ۲۵ تنه مړه کړي، پاکستان د څار ګامونه اخستي


په چين کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره ۲۵ ته رسېدلي او راپورونه وايي په دې رنځ د اخته شوؤ کسانو شمېره د ۸۰۰ نه اوړېدلې ده.

د چين د صحت قامي کمېشن ويلي تراوسه پورې په ۸۳۰ کسانو کې د کرونا وايرس نخښې ښکاره شوي دي او د زيارت د ورځې پورې د کرونا وايرس له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي.

د چين په واهان علاقه کې د کرونا وايرس ښکاره شوي او راپورونه د پوهانو له قوله وايي د رنځ تشخيص کوي او دا ډېر پېژندلي يا مالوم وایرس نه دي.

پاکستان د زيارت، پنجشنبې اعلان کړی چې په هوايي اډو يې د چين سره د تګ راتګ کوونکو څار پېل کړی چې مالومه کړي چې په چا کې خو کرونا وايرس نه راځي.

د چين نه پاکستان ته په يوه اوونۍ کې د مسافرو د ۴۰ نه زياتې الوتکې راځي چې د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد په هوايي اډو کوزيږي.

د پاکستان د صحت رياستي وزير ظفر مرزا ويلي، په هوايي اډو يې د نړيوال قانون لاندې کلکه څارنه پېل کړې ده.

چارواکو ويلي په پاکستان کې تراوسه پورې د دغو وايرسو کوم پخلی نه دی شوی.

د کرونا وايرس زياتې پېښې د چين په مرکزي ښار وهان کې مخې ته راغلي او چين په دغه علاقه کې د څارؤو په خرڅ او په وهان کې د د ګاډو، الوتکو او اورګاډي په چلولو عارضي بندېز لګولی او خلکو ته یې د ښار څخه د نه وتلو ويلي دي.

د صحت نړیوالو پوهانو ويلي د کرونا وايرس په اړوند ډېر مالومات نه لري. خو ویل شوی دغه وايرس د څاروو نه انسانانو ته منتقل کيږي او د انسان نه انسان ته کم انتقاليږي.

خو پوهانو په خلکو غږ کړی چې په دغه رنځ د اخته خلکو سره د نزدې ورتګ نه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG