لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د هغو ښځو پر ویزو بندیز ولګاوه چې د ماشوم زېږونې لپاره ورځي


واشنګټن ـــ د امریکې حکومت د بهرنیانو لپاره د وېزې نوی قانون ټاکلی او له مخې یې پر هغو کورنیو بندیز لګېدلی چې یواځې په دې مقصد د سیل په ویزه امریکې ته راځي چې دلته یې ماشوم و زېږي او هغه د امریکې شهریت واخلي.

دا نوی قانون د ولسمشر ټرمپ د کابینې له خوا د پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان شوی چې له نن د جنورۍ له 24مې عملي شول. د دې قانون له مخې به د امریکې د کونسلګرۍ افسر هغو ښځو ته وېزې نه ورکوي چې امریکې ته د ماشوم د زېږون لپاره تلل غواړي.

څېړونکي وایي د ماشوم زېږونې لپاره د ویزو بندول د امریکې د حکومت لپاره یو ګران کار هم دی، ځکه چې ډېر خلک د علاج لپاره هم امریکې ته راځي. د سپینې ماڼۍ د رسنیو سیکرټره سټیفني ګریشم په خپاره کړي بیان کې ویلي، هغه کسان چې د علاج لپاره راځي د عامو سیلانیانو چلند به ورسره کېږي خو وایي د خپل سفري او په امریکه کې د اوسېدو لپاره به د پیسو ثبوت وړاندې کوي:

"د ویزو اخیستلو او امیګرېشن د دې ښکاره لارې له بندولو سره به له دې قانون څخه د ناوړه ګټې اخیستو مخه ونیول شي او بالاخره په دې عمل سره به امریکا د کورني امنیت له خطره و ژغورل شي".

دا نوی قانون د ولسمشر ټرمپ د کابینې د هغو اقداماتو برخه ده چې په تېرو درو کلونو کې یې امریکې ته د بهرنیانو او مهاجرینو د راتګ د مخنیوي په برخه کې اخیستي دي.

ولسمشر ټرمپ پخپلو ویناوو کې په وار وار ویلي، چې غواړي په امریکا کې له ډیپلومېټانو پرته د نورو کورنیو هغو ماشومانو ته د امریکې د شهریت قانوني حق ختم کړي چې له زېږېدو سره د دې هېواد شهریت ورکول کېږي.

که څه هم امریکې ته د ماشوم زېږېدنې لپاره سفر کول قانوني دی، خو امریکایي چارواکي وایي سیلانیانو ته د ویزو ورکولو ډېر جعلي او له ټیکسونو د پټېدو مختلف کېسونه یې درج کړي او په دې تور یې د ټوریزم د کمپنیو چلوونکي نیولي دي.

د نوي قانون په مسوده کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي، دوی دا کار قانوني نه ګڼي چې د خوشالۍ او تفریح لپاره دې امریکې ته د چا د راتګ- چې زېږون ټوریزم بلل کېږي- لومړی مقصد دا وي چې دلته ماشوم و زېږوي او د امریکې شهریت واخلي.

که څه هم د ریپبلکن ګوند ولسمشر ټرمپ د زېږون لپاره د ویزو پر ورکولو بندیز اعلان کړ، خو د پالیسۍ جوړونې د چارو څېړونکي او د ده د کابینې غړي وایي دا اسان کار نه دی ځکه چې وایي د کونسلګرۍ افسر به دا څنګه معلوموي چې یوه ویزه اخیستونکې ښځه مېندواره ده که نه.

د ماشوم زېږونې لپاره نورو هېوادونو ته تلل چې په زېږون ټوریم بلل کېږي په امریکا او نوره نړۍ کې یو ګټور کاروبار دی. ګڼ شمېر کمپنۍ په دې اړه اشتهارونه خپروي او تر 80 زره ډالرو پورې اخلي، چې خلکو ته د هوټل او علاج بندوبست وکړي. په دې برخه کې له روس او چینه زیاتې ښځې امریکې ته راځي چې دلته ماشوم و زېږوي.

داسې کره شمېر نه شته چې څومره بهرنۍ ښځې امریکې ته د ماشوم زېږونې لپاره راځي، خو د امریکې د امیګرېشن مطالعاتو مرکز د اندازې له مخې په 2012م کال کې 36000 بهرنیو مېرمنو په امریکا کې ماشومان و زېږول او بیا بیرته خپلو هېوادونو ته ستنې شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG