لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مانسهره: د مدرسې استاز د خپل زده کوونکي ماشوم سره جنسي تيری کړی، د طبي رپوټ پخلی


مانسهرې مدرسه
مانسهرې مدرسه

د خېبرپښتونخوا د مانسهرې ضلعې پوليس وايي، په طبي رپوټ (ډي اېن ای کې پخلی شوی چې د مدرسې استاز شمس الدين د خپل لس کلن زده کوونکي سره جنسي تيری کړی ؤ.

د پوليس د خبر پاڼې ترمخه په ۲۷م دسمبر د مانسهرې د پهلړه تاڼې په علاقه کې قاري شمس الدين په مدرسه تعليم القران کې د خپل لس زده کوونکي سره په زوره جنسي تيری کړی، بيا يې پرې بدني تشدد کړی او دوه ورځې يې په بند کې ساتلی ؤ.

د مانسهرې ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) صادق بلوچ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، شمس الدين چې د پېښې په دوېمه ورځ نيول شوی پرضد يې پوليس خپل چالان پوره کړی او د ګل، دوشنبې په ورځ به يې عدالت ته وړاندې کوي.

د پېښې وروسته پوليس ياده مدرسه تړلې او د مدرسې د مشر په ګډون دوه استازان چې يو پکې د شمس الدين ورور ؤ، نيولي وو.

د پوليس مشر وايي، دغه دواړه کسان بيا په ضمانت خوشي شوي وو.

په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې د يوې ماشومې په تشدد د وژنې وروسته صوبايي حکومت ويلي په ماشومانو د تشدد او جنسي تیريو پرضد موجود قوانين نور سختوي.

د دسمبر په میاشت د پاکستان قامي اسمبلۍ ته هم يوه قانوني مسوده وړاندې کړی شوې چې پکې ويل شوي ؤ د کم عمره ماشومانو سره جنسي تيري کوونکي دي په ښکاره تېزندي کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG