لاس رسیدونکی لینک

 
اشرف غني وایي له دې وروسته ګاونډیان زموږ له اوبو وړیا ګټه نشي اخستی
تازه خبر

اشرف غني وایي له دې وروسته ګاونډیان زموږ له اوبو وړیا ګټه نشي اخستی


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د هوا له ګرمېدو سره د اوبو ارزښت او بیې لوړېدو ته په اشارې ویلي، له دې وروسته ګاونډیان زموږ له اوبو څخه وړیا ګټه نشي اخیستی او نه به هم د اوبو اوږدمهالي تړونونه وکړو.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني دجمعې په ورځ د ولسي جرګې دبیلابیلو کمېسیونونو مسوولینو او غړو سره کتنو کې ویلي سوله زموږ د هیوادوالو لویه غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی.

ښاغلي غني ویلي د سولې په اړه اجماع موجوده ده، مګر طالبان باید له پاکستان، نشه یي توکو، جرمي شبکو او بین المللي تروریستي سازمانونو سره په خپلو اړیکو کې د وضاحت ترمنځ د ولس پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایي.

ولسسمشر په ټينګار سره وویل، له سراسري اوربند پرته سوله بې مانا ده. د سولې ټول ابعاد سنجول شوي، د برابرې شوې طرحې او پلان د تطبیق په موخه به اساسي بحث وشي.

په دغه لیدنه کې ولسمشر غني د پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقاف وزارتونو کې د اصلاحاتو بهیر، د سولې پروسې او اوبو د مدیریت، د برېښنا د تولید، د ظرفیتونو د لوړولو، د کرنې او کانونو د انکشاف ، زېربنا او نورو برخو کې د حکومت راتلونکو پلانونو په اړه معلومات هم ورکړل.

هغه وویل د پوهنې سیستم د ارزونې او نویو اصلاحاتو په پایله کې د بنیادي تحولاتو ترڅنګ باید د وزارت له لوري د هیواد په کچه د ولایتونو ترمنځ د منابعو غیرعادلانه وېش له منځه لاړ شي.

هغه زیاته کړه، وزارت او ټوله دستګاه باید ښوونځي ته ځواب ویونکې وي، نه برعکس او په راتلونکي کې د شپږ زره ښوونځیو د ودانیو د جوړولو ترڅنګ به ښوونځي له نوري فایبر سره هم وتړل شي.

ولسمشر اشرف غني د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل، اوبه ژوند ته مثبت بدلون ورکوي او د ولسي جرګې له لوري د اوبو د نوي تصویب شوي قانون له تطبیق سره به په دې برخه کې ښه پرمختګ رامنځته شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG