د بشري حقونو نړيوال تنظيم (اېمنسټي انټرنيشنل) ويلي،"د خپلو حقونو، اظهار رایې د ازادۍ او امن دپاره مبارزه کوونکی منظور پشتين نيول شوی، هغه دې بې د کومه شرطه په سمدستي ډول خوشی کړی شي".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين تېره شپه په پېښور کې پولیسو نيولي او ویلي يې هغه د ډېره اسماعيل خان پولیس ته په مقدمه کې مطلوب ؤ.
د بشري حقونو د تنظيم نه علاوه په پاکستان کې هم سياستوالو او د مدني ټولنې غړو د پشتين نيول غندلي او د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.
پښتون سياستوال افراسياب خټک په ټويټر ويلي، "د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين نيول د پښتنو او په ځانګړي ډول د وزیرستان دخلکو پرضد د سامراج پاليسي ده، په ځای د دې چې دا خلک په پرامنه ډول واورېدل شي هغوی راپارول کيږي".
ژورنالسټ سيلم صافي په ټويټر ويلي، "دوه ورځې وړاندې حکومت د دفاع د وزیر د لارې پي ټي اېم ته د مذاکراتو وړانديز کړی او يوه ورځ وړاندې د پي ټي اېم، اېم پي ای د وړانديز هرکلی کړی. نن صوبايي حکومت منظور پشتين د يو تقرير په بنياد ګرفتار کړو. څوک خو دي چې دا خبرې ورانوي".
پروفېسر اسماعيل په ټويټر ويلي، "پاکستان یو غېر جمهوري ملک جوړ شوی حکومت يې د خلکو بنيادي حقونه تروړي او د منظور پشتين په رنګ پرامنه غږونه خاموشه کوي".
ثنا اعجاز ويلي، "د منظور پشتين نيول د رياست د هغو کړنو تسلسل دی کوم چې د تېرو ۷۰ کالو نه د پښتنو پرضد روان دی. د باچا خان او خان شهيد نه راته ميراث پاتې دی چې د هر ظالم او جابر پرضد به غږ پورته کوو".
په ټولنيزو رسنيو ټیويټر د #ReleaseManzoorPashteen د هېش ټېګ ټيويټونه په لمړي نمبر دي خو ورپسې بیا د (منظور غدار هوا ګرفتار) #منظور_غدار_ہوا_گرفتار ټرېنډ هم چلیږي.