لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نتن یاهو او ګنتز سپینې ماڼۍ ته تللي او ټرمپ د سولې پلان شریکوي


د اسرایلو لومړی وزیر بین یمین نتن یاهو او د مارچ په ټاکنو کې د هغه سیال بینې ګنتز د ګل یا دوشنبې په ورځ په جلا جلا توګه له سپنې ماڼۍ څخه لیدنه کوي.

تمه ده د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به په دغه مهال د اسرایلو او فلسطینانو ترمنځ د شخړې د حل لپاره د هغه پلان تفصیل هم شریک کړي چې د اوږدې مودې راهیسې ورته خلک په انتظار وو.

ددغه پلان جزیات به له عوامو سره د نهې یا سې شنبې په ورځ د ټرمپ او د نتن یاهو د ګډې خبري غونډې پر وخت شریک شي.

"د تېرو دریو کلونو په اوږدو کې ما له ټرمپ سره چې د اسرایلو ستر ملګری دی او د هغه له ټیم سره د مهمو ګټو او زمونږ د امنیت او عدالت په اړه بې شماره خبرې وکړې."

هغه وړاندې وویل:

" سبا به له ولسمشر ټرمپ سره ګورم او نهې یا سې شنبې په ورځ به مونږ تاریخ جوړوو."

ګنټز ویلي، دده په وینا " دغې ډېرې مهمې لیدنې" ته سترګې په لاره دي.

هغه زیاتوي: "د تړون پلان د اسرایلو د امنیت په اړه تړون دی او د سیمې د ثبات لپاره تګلارې دي."

خو فلسطینیان د ټرمپ د ادارې تګلارې ردوی او داسې ګڼي چې د اسرایلو په پلوي دي چې د بري چانس یې ډېر کم دی.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې يا اتوار په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې هېڅ فلسطینی به دا پلان و نه مني.

خو ټرمپ یې د پیړۍ غوره پلان ګڼي چې تر اوسه یې په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

ټرمپ دفتر ته له راتګ سره په خپلو څو داسې کارونو سره فلسطینی لوري په غوصه کړی په ځانګړې توګه چې د امریکا د څو لسیزو د سیاست پرضد یې ګام پورته کړ او بیت المقدس یې د اسرایلو د نوې پلازمېنې په توګه وپېژانده او د امریکا سفارت یې ورته ولېږدوه.

د سپینۍ ماڼۍ لیدنې په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ د مواخذې له بهیر سره مخ دی او د اسرایلو پارلمان د فساد له تورونو څخه د نتن یاهو د خونديتوب پر مسلې غور کوي او د اسرایلو دواړه مشران د مارچ د دوهمې نېټې د ټاکنو لپاره ځان چمتو کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG