لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سياسي ګوندونو د منظور پشتين د خوشي کولو غوښتنه کړې


په پاکستان کې سياسي ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتين د نيولو غندنه کړې اود هغه د خوشي کولو يې ویلي دي.

د پېښور پوليسو ويلي منظور پشتين د اتوار او ګل په منځنۍ شپه کې نيول شوی او ويل شوي د هغه پرضد په ډېره اسماعيل خان مقدمه جوړه شوې چې د ریاست پرضد يې خبرې کړې وې.

پشتين ته پرون د پېښور سيشن عدالت د ۱۴ ورځو جوډيشل ريمانډ اورولی ؤ، او نن بيا عدالت ته د هغه د ضمانت خواست شوی چې هغه دې خوشی شي هغه به په خپله تر ډېره اسماعيل خان پورې لاړ شي.

اېډوکېټ فرهاد افريدي چې د منظور پشتين د ضمانت خواست يې ورکړی ؤ، وي او ای ډيوه سره يې د ننۍ (نهې، سه شنبې) د اورېدنې په اړوند وويل "عدالت نن پوليس ته اجازت ورکړو چې منظور پشتين ډېره اسماعيل خان ته منتقل کړي هلته به يې پوليس بيا عدالت ته وړاندې کوي، او بيا به عدالت فېصله کوي چې پولیس ته يې په بدني ریمانډ ورکوي يا په جوډيشل ریمانډ يې جېل ته ليږي".

د ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان په ټويټر ويلي، "د منظور پشتين د نيولو غندنه کوي او که کومه ستونزه وي د خبرو د لاري هم هوارېدی شي، د شپې په تياره کې په يو پخوانۍ مقدمه کې نيول افسوسناکه دي او منظور پشتين دې زر تر زره خوشی کړی شي، عوامې نيشنل ګوند د هر هغه ګام غندنه کوي چې د بشري حقونو پرضد وي".

د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ د سېنېټ غونډې ته په وېنا کې ويلي د منظور پشتين غوښتنو ته په خپله عمران خان (وزيراعظم) او د پوځ مشر هم سمې ویلي دي د دوي تحريک يو پرامنه تحريک دی او د پاکستان په تاريخ کې يې لس دولس پرامنه غټې جلسې کړي، د دوي غړي نيول شوي خو کله يې په تشدد لاس نه دی پوره کړی.

د قامي وطن پارټۍ يو مرکزي مشر سکندر حيات خان شيرپاؤ په ويډيوي پېغام کې ويلي د دوي ګوند د منظور پشتين د نيولو غندنه کوي او ګڼې چې د داسې ګامونو سره په پښتنو کې احساس محرومي زياتيږي او د حالاتو خرابېدو سبب ګرځي، دوي غوښتنه کوي چې منظور پشتين دې خوشې کړی شي.

د نيشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو د پاکستان په برني اېوان يا سېنېټ کې د خپلې وېنا په وخت ويلي "په پي ټي ايم کې د ټولو ګوندونو غړي شامل دي، اول مو علي وزير او محسن داوړ ونيول او د ځورولو وروستو مو خوشي کړل او اوس مو منظور پشتين ونيوو".

هغه وویل، " د دې ګام سره اړی ګړی پيدا کيږي، حکومت، رياست او مونږ ته به هم د دې ګام تاوان وي، د سېنېټ چيئرمېن دې د منظورپشتين په اړوند جاري ړي او يا دې د کورنيو چارو وزير راشي او مونږ ته دې ځواب وکړي".

د منظور پشتين د نیولو پرضد د پي ټي اېم مشرانو نن په پاکستان او د پاکستان نه بهر هېوادونو کې د احتجاجي مظاهرو کولو اعلان کړی دی.

پرون د ګل په ورځ د اسلام اباد په نیشنل پرېس کلب کې د پي ټي اېم مشرانو او د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير خبري غونډې ته د احتجاجي مظاهرو د اعلان ترڅنګ وويل دغه ډول ګامونه به د دوی غورځنګ نور پياوړی کړي.

هغوی ویلي ائين او قانون مني او د ائين د عملي کولو غوښتنه کوي چې ائين په پوره توګه عملي شي د پي ټي اېم غوښتنې به په خپله پوره شي.

د پي ټي اېم د مشرانو سره په دغه خبري غونډه کې د پيپلز ګوند مشر فرحت الله بابر، عثمان خان کاکړ او افراسياب خټک هم ناست ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG