لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې تر ټولو زیات شوګر ناروغان لري


واشنګټن ــــ د یوې تازه سروې له مخې پاکستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په قطار کې پر څلورم نمبر راغلی چې د شوګر یا شکرې ناروغي پکې زیاته ده او درې کاله مخکې پکې د شوګر ناروغانو شمېر تر څلور اویا لکه زیات اټکل شوی دی.

په پاکستان کې د شوګر ناروغۍ د څانګې مشر ډاکټر سرور ملک وایي، دې ته شدیده اړتیا ده چې د شوګر غوندې "غلې وژونکې" ناروغۍ د مخنیوي لپاره ګړندي ګامونه پورته شي.

په پاکستان کې د شوګر ناروغۍ د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت د روغتیايي چارو یوه څېړونکي سېمینار ته په وینا کې وویل:

"په پاکستان کې د شوګر ناروغۍ حالت خطرناک حد ته رسېدلی. موږ په نړۍ کې پر ۱۰م نمبر وو، چې د شوګر زیات ناروغان مو لرل، خو اوس ۴م نمبر ته رسېدلي یو ځکه چې دې ناروغي اس د وبا بڼه خپله کړې ده".

ډاکټر سرور ملک وایي د شوګر ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي یوه ښه لاره دا ده چې په دې اړه خلکو ته پوهه ورکړل شي او کله چې دا ناروغي چاته ور پورې شي هغوی یې ژر تشخیص او علاج وکړي.

"که څوک په وخت د شوګر ناروغۍ په تشخیص کې غفلت وکړي نو دا ناروغي یې د بد مختلف غړي له کاره اچولای شي، موږ د هسپتال د شوګر څانګې له خوا په خلکو کې د پوهې خپرولو پروګرام پیلوو".

ډاکټران وایي په خوراک کې د احتیاط تر څنګ ورزش هم په وینو کې د شوګر له کمولو سره ښه مرسته کوي او د انسولین په وړاندې د بدن حساسیت زیاتوي چې وایي د انسولینو زور کموي او دا د شوګر کمولو ښه لاره ده.

د پاکستان د پولي کلینیک ویاند ډاکټر شریف استوري وایي، هغه کسان چې تر خطرناک حده د شوګر په ناروغۍ اخته وي، ورزش او په خوړو کې پرهېز (ډایټ) د هغوی د شوګر په کمولو کې زیات رول تر سره کوي:

"له شوګر سره د مبارزې لپاره مناسبت خوراکي پرهېز او هره ورځ یو څه بدني ورزش لازم دي، څربښت او غټوالی د شوګر زیاتولو سبب کېږي او په دې برخه کې غفلت د مرګ سبب کېږي".

د شوګر ناروغۍ د مخنیوي د نړیوالې ادارې د شمېر له مخې په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله نړۍ کې د شوګر د ناروغانو شمېر ۵۲۵ میلینه (۴۲ کروړه ۵۰ لکه) وو او په پاکستان کې یې د ناروغانو شمېر ۷۴۷۴۰۰۰ وو.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG