لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیاسي ګوندونو او ایمنسټي انټرنېشنل د محسن داوړ او نورو احتجاج کوونکو نیول وغندل


واشنګټن ــــ د پشتون ژغورنې غورځنگ حمایت کوونکي د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او ګڼ شمېر نور کسان په اسلام اباد کې پولیسو په داسې حال کې گرفتار کړل چې د پي ټي اېم فعالانو د اسلام اباد پرېس کلب سره نژدې د تحریک مشر منظور پشتین د گرفتارۍ خلاف مظاهره کوله.

د رپورټ ترمخه د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډان نیوز ټي وي ته د خپلې گرفتارۍ تصدیق وکړو او ویې وېل "مونږ د پولیس په ولکه کې یوو او کوهسار پولیس تاڼې ته منتقل کړی شوي یوو."

د بخښنې نړیوال سازمان اېمنیسټي انټرنېشنل پرون د منظور پښتین د نیولو غندنه او د هغه د ژر ر ژره خوشي کېدلو غوښتنه کړې وه، نن یې د محسن داوړ او د نورو احتجاج کوونکو د نیولو غندنه کړې ده:

"د نړیوال قانون او د پاکستاني آیین له مخې هر څوک په سوله ییزه توګه د را غونډېدو حق لري، موږ له پاکستاني چارواکو غواړو چې د نن (نهې- سه شنبې) نیول شوي سوله ییز احتجاج کوونکي خوشي کړي".

مخکې داسې خبرونه هم ورکړل شوي‌ وو چې د قومي اسمبلۍ بل غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی علي وزیر هم پولیسو نیولی، خو هغه دا خبر رد کړی او وایي چې په خوندي ځای کې دی او پولیسو نه دی نیولی.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د منظور پښتین د خوشي کېدو لپاره په جوړه شوې مظاهره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کسانو د نیولو غندنه کړې او ویلي یې دي‌ چې سوله ییز احتجاج جرم نه دی:

"زه زما د قومي اسمبلۍ د همکارانو محسن داوړ او علي وزیر او نورو نیول غندم چې د منظور پښتین د نیول کېدو په ضد یې احتجاج کاوه. حکومت به هغه وخت ښه کار وکړي که خپل حلف ور یاد کړي چې د پاکستان د آیین پاسداري‌ به کوي".

ډان په خپل رپورټ کې وویل د بي بي سي خبري ادارې خبریال سکندر کرماني یو وډیو شریکه کړې ده چې پکې لیدل کېږي چې پولیس محسن داوړ پخپله ولکه کې اخلي. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر او لیکوال حسېن حقاني هم د پي ټي ایم پر نننۍ مظاهره د پولیسو برید غندلی دی:

"د منظور پښتین تر نیولو وروسته د قومي اسمبلۍ د غړو نیول په پاکستان کې د زیاتېدونکې سالنډۍ او جبر ښکارندویي کوي. په 72 کاله کې چې په زور ستونځې حل نه شوې نو اوس به د ډنډې په زور کومه مسئله حل شي؟".

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم د محسن داوړ په ګډون د اسلام اباد د نننۍ سوله ییزې مظاهرې د احتجاج کوونکو نیول غندلي او پوښتنه یې کړې چې د خپل حق لپاره ږغ پورته کوونکو پښتنو سره د پردیو غوندې سلوک کول پښتنو ته کوم پیغام ورکوي؟ اسفندیار ولي خان د عمران خان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي:

"واکمنو له جمهوریت او آیینه ټوکې جوړې کړې دي، عمران خان پرله پسې ثابتوي چې هغه یو راوستل شوی وزیراعظم دی، د قومي اسمبلۍ د غړو نیول د حکومت آمرانه پالیسي ده، له پښتنو سره دا ډول سلوک به د دې هېواد لپاره خطرناک ثابت شي"

د اسلام اباد مظاهرې په مهال د خانزېب مسود په نامه یو خبریال هم نیول شوی چې له "آنلاین نیوز" ایجنسۍ سره یې کار کاوه. مشهور خبریال او څېړونکي طاهر خان د هغه نیول غندي دي. طاهر خان پر ټویټر لیکلي:

"په اسلام اباد کې د پي ټي ایم مظاهرې د کورېج کوونکي نیول شوي خبریال خانزېب مسود د خوشي کېدو غوښتنه کوو. د ده نیول له خپلو صحافتي ذمه واریو د خبریالانو د را ګرځولو اقدام ګڼو".

د اسلام اباد یوه پولیسو چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې تور پورې کړی چې محسن داوړ او نور احتجاج کوونکي یې ځکه ونیول چې وایي تر هغې ولکې یې د ور اوښتو هڅه کوله چې پولیسو ورسره ټاکلې وه. وایي دوی تر اغزنو تارونو ور واوښتل او د پولیسو خبره یې ونه منله ځکه یې پولیسو په نیولو لاس پورې کړ.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د گل- دوشنبې په ورځ په پېښور کې پولیسو په دې تور نیولی، چې وایي په ډیره اسماعیل خان کې د ریاست خلاف د وینا او د کرکې راپارولو په مقدمو کې پولیس ته مطلوب وو.

اسلام اباد پولیسو تر اوسه د نیول شویو کسانو شمېر نه دی ښوولی او نه د دوی په اړه د کومې مقدمې درج کېدو خبر ورکړل شوی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ کسان وایي چې تر دېرشو زیات کسان یې نیول شوي چې د محسن داوړ په شمول سیاستوال او د بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک، سیاستواله عصمت شاه جهان او ګڼ شمېر نور کسان پکې شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG