لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ د نيولو څو ساعته وروسته خوشی کړی شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي د نيولو څو ساعته وروسته ورته پوليس ويلي چې ټول ملګري يې ورله خوشي کړي او هغه يې هم بيا پرېښودی دی.

هغه وويل د پي ټي اېم د مشرمنظور پشتين د نيولو پرضد په ګرده نړۍ کې پرامنه احتجاج وشو خو بيا هم په اسلام اباد کې دوی د احتجاج کولو په وخت ونيول شو.

پي ټي اېم پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د خپل مشر منظور پشتين د ګرفتارولو پرضد د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی ؤ.

منظور پشتين د اتوار او ګل په منځنۍ په شپه کې د پېښور پوليسو نيولی او پرون عدالت ډېره اسماعيل خان ته لېږلی دی، د پشتين پرضد د ډېره اسماعيل خان پوليسو مقدمه درج کړې چې هغه ائين ته غلط ويلي او د پاکستان د رياست پرضد يې خبرې کړي دي.

محسن داوړ د خوشي کېدو وروسته د پاکستان په رياست نيوکې کړي او د ګرفتاريانو غندنه يې کړې ده.

هغه وويل د دوی ۲۵ کسان د اسلام اباد پرېس کلب د مخې نه نيول شوي وو چې ښځې فعالې هم ورسره وې.

د داوړ په وېنا دوی بيا د کوهسار پوليس تاڼې نه بېلابيلو تاڼوته وړل شوي او وروسته ورته ويل شوي چې ملګري يې خوشي کړی شو.

محسن داوړ وايي دوی به په راتلونکې هم د دغه ډول حالاتو سره مخ کيږي خو خپل مرام ته د رسېدو پورې به خپله مبارزه جاري ساتي.

د بخښنې نړیوال سازمان اېمنیسټي انټرنېشنل پرون د منظور پښتین د نیولو غندنه او د هغه د خوشي کېدلو غوښتنه کړې وه، اېمنسټي د محسن داوړ او د نورو احتجاج کوونکو د نیولو غندنه هم کړې ده:

"د نړیوال قانون او د پاکستاني آیین له مخې هر څوک په سوله ییزه توګه د را غونډېدو حق لري، مونږ له پاکستاني چارواکو غواړو چې د نن (نهې- سه شنبې) نیول شوي سوله ییز احتجاج کوونکي خوشي کړي".

عوامي نيشنل ګوند، پاکستان پيپلز پارټۍ او مدني ټولنې هم د محسن داوړ او ملګرو د نيولو غندنه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG