لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ازاد کشمير په پاکستان کې د ورګډولو په کوم وړانديز غور نه کيږي، د بهرنيو چارو وزارت


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ازاد کشمير په پاکستان کې د ورګډولو په اړوند اوازې رد کړي او ویلي يې دي "په داسې کوم وړانديز غور نه کيږي".

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د وياندې عايشه فاروقي نه د زيارت، پنجشنبې په ورځ په خبري غونډه کې پوښتنه شوې چې، د بهرنيو چارو په وزارت کې د ازاد جمو کشمیر په پاکستان کې د ورګډولو په اړوند غور کيږي؟ او په دې موضوع په يوه لوړ پوړې غونډه کې بحث هم شوی دی.

په ځواب کې فاروقي ويلي، "په داسې کوم وړانديز غور نه کيږي".

د پاکستان د رسنيو ترمخه په وروستيو کې داسې اوازې وې چې پاکستان د ازاد کشمير ځان سره ورګډولو په پلان غور کوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د مخکې نه د کشمير په سر شخړه روانه ده او په دغه مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې شوي او اوس هم وخت په وخت د کشمير په لانجمنه پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې کيږي او دواړه په يو بل د پولې د سرغړونې تورونه لګوي.

هند تېر کال د اګست په مياشت کې د هندي کشمير نيم خپلواکه حیثيت ختم کړی د کومې پرېکړې وروسته چې هندي کشمیر اوس يو رياست نه دی پاتې بلکې اوس په بشپړ ډول د هند علاقه ګڼل کیږي.

پاکستان د هند دغه پرېکړې غندلې او يو اړخيزه پرېکړه يې ورته ویلي ؤ.

د دواړو هېوادونو لخوا د يو بل پرضد تاودنه بيانونه هم ورکول کيږي او د نهې- سه شنبې په ورځ د هند وزیراعظم نريندرا مودي ويلي ؤ که پوځ يې وغواړي په لس ورځو کې پاکستان ته ماتې ورکولی شي.

په نوي ډیلي کې د هندي پوځ یوې غونډې ته په وینا کې مودي وویل، چې پاکستان ته یې درې ځله په جګړه کې ماتې ورکړې، وایي که پاکستان ورسره بله جګړه پېل کړي نو ماتې یې ورته ډېره اسانه ده:

"زموږ امنیتي ځواکونه به له یوې اوونۍ تر لسو ورځو زیات وخت وا نه خلي چې پاکستان دوړه [ختم] کړي".

پاکستان د هندي وزیراعظم دغه څرګندونې له تشدده ډکې بللې او دا یې د پاکستان په ضد د هندي حکومت یو نه زغمل کېدونکی لېونتوب ياد کړی ؤ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ په خپاره کړي‌ بیان کې نړیوالې ټولنې ته ویلي:

"د هندي مشرانو پرله پسې له تشدده ډکو ویناوو او تېري کوونکو اقداماتو ته پام وکړئ چې د سیمې امن او ارامۍ ته خطر پېښوي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG