لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا دحکومت په غوښتنه سپریم کورټ د بي ار ټي‌ پروژې دپلټنو ودرولو امر کړی


BRT
BRT

دپاکستان سترې محکمې دخیبر پښتونخوا دحکومت په خواست دپلټنو مرکزي اداره ایف ایي ای دبي ار ټي پروژه کې دغبن دپلټنو څخه منعې کړې ده.

دخیبر پښتونخوا حکومت محکمې ته د تیز رفتاره بس زغلولو دپروژې سرته رسولو دپاره نوې نېټه ورکړې ده اؤ وایي چې دا پروژه به د ۳۱جولایي ۲۰۲۰م پورې سرته ورسول شي.

دسترې محکمې دقاضي عمرعطاء بندیال په مشر دګل په ورځ دمحکمې درې کسېزې څانګې د بي‌ ار ټي دپلټنو ودرولو په اړوند د خیبر پښتونخوا د حکومت دعریضې اوریدنه کړې ده.

محکمې د اوریدنې په مهال په دې پروژه د راتلونکو لګښتونو ټول جزئیات غوښتې اؤ پوښتنه یې کړې ده چې د پروژې دلمړي سر لګښت څومره ټاکل شوې وه،څه ویل شوي وؤ چې په څومره وخت کې به دا پروژه سرته رسول کیږي اؤ اوس به کله سرته ورسیږي؟

دخیبر پښتونخوا دحکومت وکیل محکمې ته ویلي چې ددې پروژې په ډیزائن کې پرله پسې بدلونونه شوي خو اوس به دا د روان کال ۳۱م جولایي پورې سرته ورسول شي.

تیرکال د دسمبر په میاشت کې د پېښور هايکورټ مشر قاضي (چيف جسټس) وقار احمد سېټهـ بي‌ار ټي پروژې په اړوند فېصله اورولې وه او مرکزي پلټنيزې ادارې (اېف ايي ای) ته يې امر کړی ؤ چې د پروژې په اړوند دې په ۳۵ ورځو کې دننه پلټنې وکړي او رپوټ دې وړاندې کړي.

خو دخیبر پښتونخوا حکومت پېښور کې دهائیکورټ ددې پرېکړې په ضد په ۲۴م دسمبر دپاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې وه چې ستره محکمه باید د بي ار ټي دپلټنو په اړوند دپېښور هائیکورټ پرېکړه ناچله وګرځوي.

دننۍ اوریدنې په مهال دخیبر پښتونخوا دحکومت وکیل سترې محکمې ته ویلي دبي ار ټي پروژې په اړوند پېښور هائیکورټ هغه پرېکړه ورکړې ده چې عریضه کوونکي هډو غوښتې نه وه .

هغه وویل عریضه کوونکي یوازې دومره ویلي وؤ چې دهغه دکور مخې ته دبي ار ټي پروژه روانه ده اؤ له امله یې هغه د ستونزو سره مخ دی خو پېښور هائیکورټ په دغه عریضه ایف ایي ای ته د پلټنو امر ورکړی ؤ .

ددغو دلیلونو اوریدلو وروسته سترې محکمې دبي ارټي په اړوند دپلټنو ودرولو امر وکړو اؤ ددسیې اوریدنه یې تر نامعلومې مودې وځنډوله.

د پېښور بي ار ټي پروژه په کال ۲۰۱۷م کې د تحریک انصاف حکومت د ۴۹ اربه روپو په لګښت سرته رسولو پېل کړې وه او په اوله کې د دې پروژې د شپږو نه تر اته مياشتو پورې سرته کولو ادعاوې يې کړې وې.

خو په دغه پروژه تراوسه کار روان دی لا سر ته نه ده رسول شوې څو ځله يې په پلان کې بدلونونه شوي او اوس ويل کيږي په پروژه کېدونکی خرڅ يا پېسې د ۸۰ اربه روپو نه سېوا شوي دي.

تر دې دمخه دصوبایي حکومت ویاند اؤ داطلاعاتو صوبایي وزیر ښاغلي شوکت یوسفزئ میډيا سره خبرو کې ویلي وؤ چې که د بي ار ټي ‌په اړوند ایف ایي ای پلټنې کوي نو صوبایي حکومت به ورسره په دغو پلټنو کې همکاري کوي.

دحکومت مخالف سیاسي ګوندونه تورونه لګوي چې بي‌ ار‌ ټي‌ پروژه کې د اربونو روپو غبن شوی دی اؤ د دسمبر میاشت کې دپاکستان داحتساب دملي ادارې نیب مشر جاوید اقبال هم ویلي وؤ چې د بي ار ټي قضیه دنیب سره تیاره پرته ده خو محکمې ددغه قضیې په اړوند دپلټنو نه کولو لنډمهاله امر یا سټي ارډر جاری کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG