لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کشميريانو دپاره احتجاج په خپل ځای، خو په وزیرستان کې هم تاوان ډېر شوی، احتجاج کوونکي


پېښور کې د شمالي وزیرستان احتجاج کوونکي
پېښور کې د شمالي وزیرستان احتجاج کوونکي

د شمالي او جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي خلک چې د تېرو څو ورځو راهسې په پېښور او ټانک کې په احتجاجي پرلتونو ناست دي، وايي په کشمیر کې تاوان شوی خو په وزیرستان کې هم ډېر تاوان شوی دی.

په داسې حال کې چې پاکستان نن د کشميريانو سره د يو والي ورځ نمانځي د وزيرستان سره تعلق لرونکي خلک د خپلو حقونو دپاره احتجاجي مظاهرې کوي.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي خلک په لسمه ورځ په ټانک کې او د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي په پېښور کې په احتجاج ناست دي.

خليل وزير چې په پېښور کې د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکو د احتجاجي ناستې مشري کوي وايي، د تېرو څو ورځو راهسې په پېښور کې احتجاج کوي او له دې وړاندې يې ۴۵ ورځې په ميران شاه کې احتجاج کړی خو حکومت يې تپوس ونه کړو.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل "په ضرب عضب عملياتو کې د ميران شاه بازار په بشپړ ډول وران شوی او په دغه بازار سړکونه او سرکاري ودانۍ جوړې شوي اوس حکومت دوی ته د یوې مرلې په سر ۱۵ لاکه روپۍ ورکوي خو د دوي حساب د يوې مرلې قيمت ۴۵ لاکه روپۍ دی".

وزير وويل دوی دغه تاوان غواړي او د دې دپاره احتجاجونه کوي. هغه زياته کړه د دوی سره يې شوی تاوان ځايي انتظاميې، پوځ او عدالت هم منلی دی.

خليل وزير وايي "دوی غواړي چې خلک دې د کشميريانو په شان د وزیرستانيانو دپاره هم غږ پورته کړي".

د ټانک د احتجاجي ناستې يو ګډون وال رحمت شاه مسيد وايي، په لسمه ورځ په احتجاج ناست دي حکومت يې تراوسه پوښتنه ونه کړه.

هغه وايي "د کشمير ورځ ځکه نه شي نمانځلی چې د دوی خپل کورونه وران پراته دي، بې کوره دي، د سر سوری يې ختم شوی او په خپل ملک کې يې څوک تپوس نه کوي".

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي احتجاج کوونکي وايي ۱۱ کاله وړاندې چې په علاقه کې د راه نجات په نوم کوم پوځي عملیات شوي او په دغو عملياتو کې د دوی کورونه وران شوي حکومت ورسره ژمنې کړې وې چې د ورانو کورونو تاوان به ورته ورکوي خو دغه ژمنې تراوسه عملي نه شوې او د دوی کورونه وران پراته دي.

د خېبرپښتونخوا د مرستو او بيا ودانۍ وزیر اقبال وزیر ويلي "چې چاته هم څه مسله وي ماته دې راشي مسله به ورته هواره کړي"، نوموړی د شمالي وزيرستان نه د حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منتخب ممبر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG