لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وائروسو ته به ډيره زر ماتې ورکړو،صدر ټرمپ سره دچین دصدر خبرې


دچین صدر شی جن پنګ خپل امریکایي سیال ډانلډ ترمپ سره په ټیلي فون اړیکه نیولې اؤ هغه یې د کرونا وائروسو ختمولو په اړوند دچین لخوا داخستل شوؤ ګامونو څخه خبر کړی دی.

رائټرز خبري شبکې د چین د دولتي خبري شبکې ژن هوا د راپور په اساس دجمعې په ورځ ویلي چې دچین صدر خپل امریکایي سیال سره خبرو کې ویلي چې د کرونا وائروس په ختمولو کې زړه پورې پرمختګ شوی اؤ ډير زر به چې دې وبا له ماتې ورکړي.

دخبرو اترو په مهال دچین صدر دامریکا په صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ ټينګار کړی چې باید په دې معامله د مسولیت ښودنه وکړي .

دسپینې ماڼۍ دبیان له مخې صدر ټرمپ دچین صدر ته ویلي چې امریکا باور لري چین به دکرونا وائروسو مقابله کې بریالی شي.

تر دې وړاندې چین دامریکا اؤ نورو هیوادو له اړخه دچینایي وګړو خپلو هیوادونو ته په لګول شويسفري بندیز دخفګان څرګندونه کړې ده.

چین دامریکا څخه دا ګیله هم لري چې د کرونا وائروس په معامله امریکا دچین په ضد د ویرې دیو چاپیریال رامنځته کولو هڅې کوي.

رائټرز خبري شبکه وایي په چین کې د کرونا وائروسو له امله د مړو شوؤ کسانو شمیره ۶۴۰ؤ ته رسېدلې ده اؤ ۳۱۴۳ نوې پېښې هم ثبت شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې ټول ټال ۳۱۱۶۱کسان په کرونا وائروسو اخته شوي دي.

دچین نه بهر په هانګ کنګ اؤ ُ فلپائن کې هم دوه کسان په دې مرګوني وائروسو مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG