لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمنظور پشتین دضمانت په عریضه محکمه خپله پرېکړه سبا اوروي،وکیل یې ضمانت ته هیله من دی


دپښتون ژغورنې غورځنګ دبندي مشر منظور پشټین په ضمانت دخوشې کولو عریضه نن د ډیره اسماعیل خان په محکمه کې بحث شوی اؤ ټاکل شوې ده محکمه به سبا دهغه دضمانت په اړوند خپله پرېکړه واوروي.

منظور پشتین په ریاست او ریاستی ادارو پسې دخبرو کولو او اړي ړګي راپورته کولو په تورونو کې تیره اوونۍ دپېښور پولیسو نیولی ؤ اؤ بیا دمحکمې په امر د ډیره اسماعیل خان زندان ته هغه د دوؤ اوونیو دپاره لیږل شوی دی.

دمنظور پشتین ویل عبدالمجید د جمعې په ورځ امریکا غږ ډیوه ته ویلي دمنظور دضمانت په عریضه محکمې کې موثره بحث شوی دی اؤ هیله ده چې محکمه به سبا دهغه د ضمانت منظوري ورکړي.

هغه ویلي په منظور پشټین دوه نورې مقدمې هم درج دي چې په هغې کې به هم سبا دخالي په ورځ محکمې ته دضمانت عریضه وکړل شي.

روانه اوونۍ اسلام اباد هايکورټ هم د پي ټي اېم د ۲۳ نيولو شوؤ غړو په سمدستي ډول د خوشي کولو امر کړی ؤ او د دوئ وکیل عبدالرحیم ډیوه ته ویلی "د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهرمن الله د اسلام اباد د مرستيال کمشنر نه په اورېدنه کې پوښتنه وکړه چې په کومو بنيادونو تاسو په دې پرامنه مظاهرينو د بغاوت دفعې (مادې) لګولي دي او په کوم قانون تاسو په دوئ د ترهګرۍ مادې ولګولې"

تر دې دمه چې دمنظور پشتین په ګډون د پي‌ ټي ایم په څومره مشرانو مقدمې درج شوي دي نو هغې کې د ریاست په ضد دخلکو د راپارونې اؤ بغاوت مادې هم شاملې وې.

په وروستیو کې د ملک داخله وزیر اعجاز شاه بهرنۍ خبري ادارې سره د پی ټی ایم په اړوند یوې پوښتنې به ځواب کې ویلي وؤ څوک چې قانون ماتوي هغه به نیولی شی

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر اؤ‌ دپارلمان غړي محسن داوړ تیره اوونۍ پارلیمان ته پخپله وینا کې ویلي وؤ چې په پښتنو دغدارۍ تورونه دیوې منصوبې په اساس لګول کیږي چې دا به ډیر خراب عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG