لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د پاکستاني طالبانو مشران وژل شوي که افغانان، د وژنې په تور څوک نیول شوی؟


واشنګټن ــــ د افغانستان ځینو باوري امنیتي سرچینو ویلي، د دې هېواد استخباراتي ادارې ملي امنیت هغه تن نیولی چې وایي په وروستیو کې یې په کابل کې د دوو افغان وګړو په وژنه کې لاس درلود. د پاکستاني طالبانو تحریک دعوه کړې چې دغه وژل شوي کسان د دوی غړي وو.

دغه امنیتي سرچینه- چې نه غواړي نوم یې څرګند شي- ویلي چې افغان استخباراتو تر اوسه د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د دغو دوو تنو افغانانو تړاو نه دی تایید کړی، خو وایي د دوی د وژنې په تور نیول شوي تن څخه یې پوښتنې ګروېږنې روانې دي او په اړه به یې په درو ورځو کې رسنیو ته معلومات ورکړي.

محمد خراساني چې ځان د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند ګڼي، د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دعوه کړې چې د دې ډلې دوه مهم کسان شیخ خالد حقاني او قاري سیف پېښوری د جنورۍ په 31مه په کابل کې امریکایي ځواکونو وژلي دي.

پاکستاني طالبانو ته نیژدې سرچینو دا هم منلې چې وایي کېدای شي دغه دوه مشران یې د پاکستان د استخباراتي ادارو ګومارل شویو وسلوالو وژلي وي. ځینې افغانې رسنۍ او سیاسي څېړونکي هم په همدې نظر دي چې په کابل کې تېره اوونۍ د دوو تنو په وژل کېدو کې د پاکستان استخبارات لاس لري.

افغان سیاسي څېړونکی مجید قرار وایي، په کابل کې په وروستیو کې وژل شوي کسان د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي نه بلکې عام افغانان دي. ښاغلي قرار پر ټویټر او فېسبوک دعوه کړې چې د دغو کسانو د وژنې په تور د پاکستان له خوا ګومارل شوې شبکه نیول شوې:

"په کابل کې د پاکستان د سفارت د ترور شبکه چې په وروستیو سیاسي قتلونو کې دخیله وه نیول شوې ده. د سرچینو له قوله د پاکستان حکومت د دې شبکې نیول کېدلو وارخطا کړی او له وارخطایۍ یې د ټي ټي پي د غړیو د قتل تور پورې کړی دی په داسې حال کې چې د پاکستان د ترهګرو له خوا وژل شوي دواړه وګړي افغانان دي ".

تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته دا نه دي ویلي چې دغه دوه تنه مشران یې په کوم ځای کې وژل شوي او په افغانستان کې یې څه کول، خو ځینې سرچینې وایي چې دغه دوه تنه د کابل په باغِ بالا سیمه کې انټرکنټیننټل هوټل ته نیژدې وژل شوي دي.

شیخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو د رهبري شورا مهم مشر او د دې تحریک پخوانی مرستیال مشر ګڼل کېږي او سیف پېښوری هم د دې ډلې مهم قومندان ګڼل کېږي.

افغان امنیتي سرچینو په کابل کې وژل شوي کسان افغانان ګڼلي وو، خو پاکستاني طالبانو چې د خپلو کومو مشرانو د وژل کېدو دعوه کړې، د پاکستاني رسنیو له قوله په هغوی کې شیخ خالد حقاني د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی او قاري سیف د پېښور اوسېدونکی دی.

بي بي سي د پاکستاني طالبانو د یوې سرچینې په وینا ویلي، چې د طالبانو دغه دوه مهم مشران یې د افغانستان له پکتیکا څخه کابل ته د دې لپاره لېږل شوي وو، چې هلته د دې ډلې د مشرتابه په امر یوه "پټه غونډه" وکړي، خو دا یې نه دي ویلي چې غونډه د څه په اړه او له چا سره وه.

که څه هم د پاکستان حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو بي بي سي د پاکستاني استخباراتو د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې د دغو دوو کسانو مړي د کابل انټرکنټیننټل هوټل ته څېرمه موندل شوي وو. پاکستاني طالبانو دعوه کړې چې دغه مړي دوی ته سپارل شوي او د تېر ګل- دوشنبې په ورځ یې په کونړ کې خاورو ته سپارلي چې وایي په جنازه کې یې ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی.

شیخ خالد حقاني په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان له خوا د ترهګرۍ په ډېرو بریدونو کې تورن دی چې په هغوی کې یو تر ټولو خونړی برید د پېښور پر آرمي پبلک سکول د 2014م کال د دسمبر د 16مې دی چې د 132 زده کوونکو ماشومانو په ګډون 150 تنه پکې و وژل شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG