لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین کې کرونا وائروس له قابو وتلي،دمړو شمیره تر۸۰۰ؤ واوښته


په چین کې د کرونا وائروس له امله د مړو شوؤ تنانو شمیره ته رسېدلې چې دا شمیره په نړیواله کچه کال ۲۰۰۲م اؤ ۲۰۰۳م کې دمرۍ دخورې شوې ناروغۍ سارس له امله د مړو شوو کسانو نه هم سیوا شوې ده.

د سارس ناروغۍ له امله ۷۷۴ کسان مړه شوي وؤ.

د روغتیا دملي ادارې لخوا مخې ته د راوړل شوؤ شمیر له مخې د خالي د ورځې نه تر اتواره په مړو شوؤ ۸۹ کسانو کې د زیاترو تړاؤ د هوبي ایالت سره دی.

د روغتیا نړیواله اداره وایي په چین کې د تیرو څلورو ورځو په پرتله وضعیت تر یوه حده ښه ښکاري خو په دې اړوند اندوینه به د وخته وړاندې وي اؤ د مړو شمیره نوره هم سیوا کیدای شي.

په چین کې د کرونا وائروس د اخته کسانو شمیره ۳۷زره اؤ ۲۰۰ ښودل کیږي.

د کرونا وائروس له امله دچین په ګڼو ښارونو کې ژوند په ټپه ولاړ دی اؤ خلک له د وائروس له ویرې خپلو کارونو اؤ دفترونو ته له تګ ډډه کوي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د بیړني وضعیت مشر مائیکل ریان ویلي په وضعیت کې یو څه ښه والی د وائروسو په ضد د اخستل شوؤ ګامونو نتیجه هم کیدای شي.

د زیارت په ورځ دکرونا وائروس له امله یو ۶۰ کلن امریکایي تن هم مړ شوی ؤ.

د امریکايي سفارت تر مخه ۶۰ کلن امریکايي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ووهان کې مړ شوی. د یو بل خبر تر مخه په ووهان کې اوسیدونکی یو جاپانی هم مړی شوی. خو د دغې خبر لا پخلی نه دی شوی.

د چین نه علاوه د نړۍ په ۲۳ هیوادونو کې د کرونا ۱۵۰ کیسونو پخلی شوی دی. د چین نه علاوه په فلپاېن او هانګ کانګ کې هم د کرونا د لاسه یو یو تن ژوند د لاسه ورکړی.

هم د خالي په ورځ د جاپان په ساحل د سیلګرو هغه سمندري بیړۍ کې په دریو نور کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی دی. په دغه سمندري کشتې کې ۳۷۰۰ مسافر سواره دي او دغه ټول خلک د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شوي دي.

XS
SM
MD
LG