لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين: د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره د ۱۰۰۰ نه سېوا شوې


د چين په هوبي صوبه کې د کرونا وايرس له امله نور ۱۰۴ کسان مړه شوي چې ورسره په چين کې د کرونا وایرس له امله د ټولو مړو شمېره ۱۰۱۶ ته رسېدلې ده.

چارواکي وايي په چین کې کرونا وايرس ۴۳ زره کسان اغېزمن کړي دي.

د چین دولتي ټیلي ويژن ويلي صدر شي ژين پنګ د ګل، دوشنبې په ورځ په بيجنګ کې روغتون ته ورغلی د کرونا وايرس د ناروغانو سره يې ليدلي او د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره يې د نورو کوټلو ګامونو پورته کولو ويلي دي.

د صحت د نړیوالې ادارې مشر ټېډرس اېنډونم ويلي په هغو خلکو کې د کرونا وايرس خورېدل چې د چين سفر يې نه وي کړی دا به ډېر خطرناک وي.

هغه ویلي، په وروستيو کې يې داسې پېښې ليدلي چې خلکو چين ته سفر نه دی کړی په برتانيه او فرانس کې داسې پېښې مخې ته راغلي دي.

په برتانيه کې د څلورو پېښو رپوټ کېدو وروسته کرونا ته خطرناک ګواښ ويل شوي دي.

راپورونه وايي د چين مرکزي بېنک د هغو ادارو ۴۳ اربه ډالره مرستې کوي څوک چې د کرونا پرضد عمليات کوي.

په چین کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره په کال ۲۰۰۲، ۲۰۰۳م کې د راغلې سارس ناروغۍ د مړو څخه اوړېدلې ده، سارس ۷۷۴ کسان مړه کړي وو.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي ښايي د اپرېل د میاشتې پورې د کرونا وايرس ورک شي ځکه چې د هغه په وېنا په تودوخه کې دغه ډول وايرس مړه کيږي.

راپورونه وايي کرونا وایرس که یوې خوا ته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد په اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرس له امله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

چین په وهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG