لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د جنوبي وزیرستان انتظامیې د نړېدلو کورونو لپاره نورې مرستې اعلان کړې خو د سیمې اوسېدونکي وایي احتجاج نه ختموي


واشنګټن ــــ د خیبرپښتونخوا په قبایلي ضلعو کې له قدرتي آفتونو د ژغورنې اداره (پي ډي ایم اې) وایي، په جنوبي وزیرستان کې د پوځ له خوا لاس کاله وړاندې د راه نجات پوځي عملیاتو له کبله هلته د تباه شوو کورونو او دوکانونو لپاره به خلکو ته 1.1 اربه روپۍ ورکوي.

پي ډي ایم اې وایي په جنوبي‌ وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله د بشپړ تاوان د معلومولو لپاره د شورو- چارشنبې له ورځې په نهو کلیو کې سروې شروع کوي.‌ د پي ډي ایم اې ویاند احسان داوړ وي‌ او اې ډیوه ته وویل:

"ځایي انتظامیې ته درې زره فارمونه لېږل شوي‌ دي، د نهو (9) کلیو بېخي‌ سروې نه دي‌شوې د هغه لپاره مو ټیمونه جوړ شوي دي چې دا به سمدستي‌ د دغو کلیو سروې کوي".

احسان داوړ وایي، پي ډي‌ ایم اې په روانه هفته کې په مجموعي طور د جنوبي‌ وزیرستان د نقصانونو د ازالې لپاره د یو ارب او لس کروړه روپیو فنډ جاري کړی او چیک یې د جنوبي وزیرستان ډي سي ته ورکړی دی.

پي ډي ایم اې په داسې وخت کې د دغو مرستو اعلان کړی چې د جنوبي وزیرستان خلک له تېرو دوو اونیو راهیسې د خپلو نړېدلو کورونو او دوکانونو د معاوضو لپاره په ټانک ضلع کې د جنوبي وزیرستان د انتظامیې د دفتر مخې ته په احتجاج ناست دي.

د احتجاج کوونکو د رسنیو مرستیال حیات پرېغل وایي، دا مرستې کمې بلکې د نشت برابرې دي ځکه چې وایي په دغو مرستو یواځې درې زره کورونه پوره کېږي خو هلته تر پینځوس زره زیاتو کورونو ته دا مرستې نه دي‌ ورکړل شوې. حیات پرېغل وي او اې ډیوه ته وویل:

"د دې لپاره ټولې 30 اربه روپۍ پکار دي، تر اوسه د 14 اربه روپیو 34 زره چیکونه خلکو ته ورکړل شوي دي او شپاړس اوولس اربه روپۍ نورې هم دې سیمې ته پکار دي ځکه چې ډېره تباهي شوې ده"​.

د جنوبي وزیرستان د انتظامیې مشر مرستیال کمیشنر حمیدالله خټک وایي، له خلکو سره د مرستو کار یې روان دی او تر اوسه یې د 34 کورونو مالکانو ته د مرستې چیکونه ورکړي او د نیژدې 6.9 میلینه (69 لکه) روپیو یو بل چیک یې هم تر لاسه کړی چې تر سروې وروسته یې په خلکو کې ووېشي. حمیدالله خټک وي او اې ډیوه ته وویل:

"دا اوسنۍ پیسې د پخوانیو پاته شوو کورنیو لپاره راغلې دي، پرون مو هم 34 سوه کورونو کېسونه لېږلي چې د هغوی پیسې به راځي، له دې علاوه شاوخوا 22 سوه نور کورونو کېسونه هم په پراسس کې دي چې پیسې به یې راځي".

د احتجاج کوونکو د رسنیو استازی حیات پرېغل وایي، د دوی بنیادي درې غوښتنې دي چې څومره کورونه لیکل شوي هغوی ته دې سمدستي مرستې ورکړل شوې، د ۱۵۰ پاته کلیو سروې دې وشي چې هلته خلک خپل کورونه جوړ کړي او کوم کورونه چې په دوو مرحلو کې پاته شوي د هغوی سروې دې هم وشي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر حمیدالله خټک وایي، د کورونو سروې یو څه وخت اخلي، خو په ټانک کې پر احتجاج ناست وزیرستانیان وایي تر څو یې ټولې غوښتنې نه وي‌ منل شوې دوی به خپل احتجاج ختم نه کړي.

په جنوبي وزیرستان کې یوولس کاله وړاندې په 2009م کال کې د وسلوالو په ضد د راهِ نجات په نامه پراخ پوځي عملیات شوي وو، چې له کبله یې د سیمې خلک بې کوره شوي وو. چارواکي وایي تر عملیاتو دوه کاله وروسته یې خلک بیرته پخپلو سیمو کې پر ځای کړي وو، خو د سیمې خلک وایي چې د عملیاتو له کبله د دوی زرګونه کورونه او دوکانونه تباه شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او په ټانک کې د خپلو ړنګو شوو کورونو د معاوضو د غوښتنو لپاره په احتجاج ناست متاثرین وايي چې د پوځي عملیاتو په وخت زیاتره د بېګناه خلکو کورونه وران کړل شوي دي.

حکومت د پوره وران شوي کور په سر ځپل شوو خاندانونو ته 4.4 لکه روپۍ او د برسېرن ړنګو شوو کورونو مالکانو ته 160,000 روپۍ د مالي مرستې په توګه ورکوي، خو ځپل شوي خلک وايي دغه پېسې د مارکیټ په حساب ډېر زیاتې کمې دي، خو حکومت وايي چې په ټولو جنګ ځپلو شوو سیمو کې یې ددغې فارمولې د لاندې مرستې کړي دي.

مرستیال کمیشنر حمیدالله خټک د جنوبي وزیرستان د سروې نه پاتې شوو سیمو په متاثرینو غږ کړی دی چې که د سیمې نه بهر وي نو خپلو سیمو ته دې ځانونه ورسوي، هلته باید د سروې په وخت د خپل ړنګ شوي کور خوا ته ولاړ وي او ورسره د قانوني چارو پوره کولو لپاره شناختي کارډونه هم ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG