لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني وایي مائیک پمپیو طالبانو سره دسولې خبرو کې شوؤ پرمختګونو نه خبر کړی


دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي مائیک پمپیو د سه شنبې په ماښام دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره ټيلي فوني تماس نیولی اؤ هغه یې طالبانو سره دسولې په اړه د شوؤ پرمختګونو څخه خبر کړی دی.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دې ټيلي فوني خبرو اترو کې مائیک پمپیو د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه معلومات ورکړل او ولسمشر غني یې د تاوتریخوالي د پایداره کموالي په اړه چې په اوربند بدل شي، د پام وړ پرمختګونو خبر ورکړو.

مائیک پمپیو سره خبرو کې اشرف غني ویلي د سولې په اړه د افغانستان اصولي دریځ د ثمرې ورکولو په حال کې دی.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې افغان ولسمشر وویل زموږ اصلي موخه د وینې بهېدنې او افغان وژنې ودرول دي او د افغانانو مطلق اکثریت پرسولې اجماع لري

هغه وویل سولې ته د رسېدو لپاره موږ دافغانستان په داخل کې تدبیر، جرئت، رهبریت او مدیریت لرو او د افغانستان اسلامي جمهوریت به د دې بهیر راتلونکي ګامونه په ښه ډول مدیریت کړي

دافغانستان ولسمشر پخپله ټوټير پاڼه هم لیکلي چې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ورته دتاؤ تریخوالي کمولو په اړو دطالبانو د وړاندیز په هکله معلومات ورکړي دي.

هغه زیاته کړې چې افغان حکومت به راتلونکي کې دسولې په اړوند راتلونکي ګامونه په داسې توګه رهبري کړي چې دسولې بهیر ورسره غښتلی شي اؤ دخپلو ګامونو په اړوند معلومات به دافغانستان عامو خلکو ته ورکړي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو اشرف غني سره دا ټيلي فوني تماس وروسته له هغې نیولی چې د مطبوعاتي راپورونو په اساس روانه اوونۍ افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې طالب مشرانو سره لیدنې کړي اؤ هغوئ نه یې افغانستان کې دتشدد راکمولو په اړوند ځینې ژمنې هم ترلاسه کړي دي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم درې ورځې وړاندې په ټوئټر د زلمي خلیلزاد اؤ طالب مشرانو ترمنځ قطر کې دلیدنې پخلی کړی ؤ اؤ‌ ویلي وؤ دافغان سولې دپاتې خبرو په اړوند یې خپلو کې خیالات تبادله کړي خو هغه په دې اړوند نور معلومات نه وؤ ورکړي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG