لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامریکې ددفاع وزیر:طالبان تر یوې اوونۍ جګړه کې نرمښت ته راضي شوي


امریکې پخلی کړی چې طالبانو سره دسولې خبرو کې تر یوې اوونۍ دتشدد دکچې راټيټولو په وړاندیز پرمختګ شوی اؤ له دې امله دافغان جګړې سیاسي هواري ته لاره هواره شوې ده.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ برسلز کې خبریالانو ته دامریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر ویلي دا مهال تر یوې اوونۍ د تشدد کچه راټيټول یو مناسب ګام دی اؤ له دې به داخبره په ډاګه شي چې طالبان دسولې په خبرو کې تر کومه حده سنجیده دي.

هغه وویل که دا یوه اوونۍ د تشدد پېښې کمي شي نو هم به امریکه افغانستان کې د اوږدې مودې راهسې د روانې جګړې پائ ته په رسولو کې کومک ومومي.

مارک ایسپر وویل د تشدد د کچې راټیټولو وړاندیز په راتلونکي کې د یو سیاسي تړون اساس جوړیدی شي.

دامریکې ددفاع د وزیر وینا وه “مونږ په دې وړاندیز سنجیده غور کوؤ، مونږ خپلو ائتلافیانو سره هم مشورې کوؤ،کانګریس اؤ نورو سره هم په مشوره کې یو، زه دا وایم چې امن ته باید موقعه ورکړل کړل شي خو دې دپاره اړینه ده چې که پرمختګ کول غواړو نو ټولو ته به خپل مسولیتونه ترسره کول وي”

امریکا اؤ طالبان دشاوخوا یو نیم کال راهسې په قطر کې د سولې په خبرو بوخت دي اؤ ددې اوږدو خبرو په جریان کې څو،څو کرته دواړو خواؤ سولې ته د نزدیکت دعوې هم کړي خو ولې زیاتره وخت دغه مذاکرات داختلافاتو هم ښکار شوي دي.

امریکا په طالبانو ټینګار کوي چې دسولې په یو غوڅ تړون له لاسلیک وړاندې هغوئ باید افغانستان کې دتشدد کچه راټيټه کړي.

مارک ایسپر وایي” مونږ دپیل راهسې وایو چې دافغان لانجې دهواري یوازینۍ لاره سیاسي تړون دی، پر دې محاذ پرمختګ شوی اؤ زه هیله من یم چې ډير زر به مونږ نور پرمختګ هم وکړو”

د افغان حکومت دوو جلا سرچینو او یوه غربي سفارتکار ویلي، چې که طالبان په افغانستان کې پخپلو بریدونو او تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي نو امکان شته چې په روانه فرورۍ میاشت کې د امریکې او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې تړون لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG