لاس رسیدونکی لینک

 
دوؤ نورو مقدمو کې دمنظور پشتین ضمانت منظور،په یوه مقدمه بحث کیږي،نن یې دخوشې کیدو احتمال شته
تازه خبر

دوؤ نورو مقدمو کې دمنظور پشتین ضمانت منظور،په یوه مقدمه بحث کیږي،نن یې دخوشې کیدو احتمال شته


دټانک ضلعي محکمې دپښتون ژغورنې غورځنګ دبندي مشر منظور پشتین په دوؤ نورو مقدمو کې هم ضمانت منظور کړی اؤ اوس دهغه دضمانت په عریضه د ډيره اسماعیل خان په پهاړ پور تحصیل کې اوریدنه کیږي.

دمنظور پشتین وکیل اختر سعید وایي که دپهار پور په محکمه کې هم نن دمنظور پشتین ضمانت ومنل شو اؤ هغه چرته په بله پټه ساتل شوې مقدمه کې ایسار نکړل شي نو زیات احتمال شته چې منظور پشتین نن د خالي په ورځ له زندانه خوشې شي.

منظور پشتین د ۲۶مې اؤ ۲۷مې جنورۍ په منځ شپه پېښور کې دپولیسو لخوا نیول شوی ؤ اؤ د دوو اوونیو په جوډیشل ریمانډ زندان ته لیږل شوی ؤ.

په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ د مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې او وي او ای ډيوه ته د مقدمې په ترلاسه شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې منظور پشتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړي دي.

په اېف ايي ار کې ليکل شوي "منظور پشتين په وېنا کې ویلي چې هغه د ۱۹۷۳ ائين نه مني ځکه چې دا ائين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی"

په منظور پشتين د(۵۰۶، ۱۵۳ ای، ۱۲۰ بي، ۱۲۴ ای او ۱۲۳ ای) مادو لاندې مقدمه درج شوې ده خو په دې مقدمه کې له وړاندې څخه د ډيره اسماعیل خان ضلعي محکمې دهغه ضمانت منظور کړی دی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ دبندي مشر وکیل اختر سعید دخالي په ورځ دامریکه غږ ډیوه خبریال عدنان بیټني ته ویلي چې په منظور پشتین بیلابیلو سیمو کې مقدمې درج دي چې په هغې کې په درېوؤ مقدمو کې له وړاندې دهغه ضمانت شوی اؤ په یوه مقدمه کې یې نن د ټانک دایډیشنل سیشن جج عدالت ضمانت منظور کړو.

هغه وویل نن د ټانک تر څنګ د ډيره اسماعیل خان په پهاړ پور سیمه کې هم په یوه محکمه کې د منظور پشتین په ضمانت دخوشې کولو دعریضې اوریدنه کیږي اؤ له ټانک وروسته هغه ددغې اوریدنې دپاره اوس پهاړ پور سیمې ته روان دی.

دمنظور پشتین وکیل وویل په څرګند ډول خو په سیمه کې په منظور پشتین درج ټولو مقدمو کې دهغه ضمانت شوی اؤ‌ یوازې د پهاړ پور په محکمه کې دضمانت عریضه باندې پرېکړه پاتې ده خو زیات احتمال شته چې دغه محکمه به یې هم ضمانت منظورکړي.

هغه وویل که چرې د ضمانت منظوریدو نه وروسته پولیسو چرته هغه په بل ایف ایي ار کې ایسار نه کړو نو زیات احتمال شته چې نن دخالي په ورځ له بنده راخلاص شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG