لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم ته د جلسې اجازه ورکړی شوې او ۱۴۴ ماده هم لګول شوې


د ډېره اسماعيل خان انتظاميې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د سبانۍ اتوار، يکشنبې (۱۶م فرورۍ) د جلسې دپاره رسمي اجازت نامه ورکړې خو ورسره انتظاميې د ۱۴۴ مادې لګولو حکمنامه هم جاري کړې ده.

د ډېره اسماعيل خان انتظاميې پرون د جمعې په ورځ پي ټي اېم ته د جلسې کولو اجازت نامه ورکړې ده چې پي ټي اېم په (رته کلاچي مېدان) کې په پرامنه ډول خپله جلسه کولی شي. خو له دغې يوه ورځ وړاندې يې په ضلع کې د ۱۴۴ ماده هم لګولې ده.

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي د دوی سبانۍ جلسه د منظور پشتين د نیولو پرضد او د هغه د خوشي کولو دپاره احتجاج دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل يو لور ته پي ټي اېم ته اجازت نامه ورکول او د هغې سره ۱۴۴ ماده لګول د پي ټي اېم د مخې نيولو هڅې دي خو دوی به خپله جلسه کوي.

هغه زیاته کړه دوی به په خپله دې جلسه کې د منظور پشتين د نيولو پرضد او خوشي کولو د احتجاج ترڅنګ خپلې نورې ټولې غوښتنې بيا وړاندې کوي.

په عېن حال چې پي ټي اېم سبا په ډېره اسماعيل خان کې جلسه اعلان کړې نن د منظور پشتين په درېو مقدمو کې ضمانتونه هم منظور کړی شوي دي.

د پي ټي اېم وکيلان وايي که په منظور پشتين بله مقدمه ښکاره نه کړی شوه نو هيله ده چې هغه خوشی شي.

د ډېره اسماعيل خان انتظاميې د ۱۴۴ مادې لګولو په حکمنامه کې ويلي چې د پينځه تنو نه سېوا کسان بې د اجازته غونډه نه شي جوړولی او ځينې کسان لاريونونه هم شي ويستلی ځکه د امنيت په موخه ۱۴۴ ماده لګول کيږي.

د ډېره اسماعيل خان مرستيال کمشنر محمد عمېر وايي، چې پي ټي اېم ته اجازه ورکړی شوې، د جلسې دننه انتظام او امنيت به پي ټي اېم په خپله سمبالوي او د بهر نه امنيت به ورته انتظاميه ورکوي، موبايل او انټرنېټ به هم روان وي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د ۱۴۴ مادې لګولو په اړه هغه وويل په ګومل پوهنتون کې زده کوونکي مظاهرې کوي راووځي سړکونه بندوي ځکه په يو ځای د حالاتو قابو کول په موخه دغه ماده لګول شوې ده.

د پاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تور لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو بيا زياتره د رياست پرضد د نعرو يا بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کول کيږي.

خو پي ټي اېم وايي دوي د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG